د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د قومي شوراګانو د يووالي دفتر پرانستل شو


په ننګرهار کې د بیلابیلو څلرويشتو قومي شوراګانو د يووالي او همغږۍ د دفتر پرانسته وشوه.

په ننګرهار کې د بیلابیلو څلرويشتو قومي شوراګانو د يووالي او همغږۍ د دفتر پرانسته وشوه.

د يووالي شورا ژمنه وکړه چې په خپلو سيمو کې به تر هر څه وړاندې سولې او امن ته کار کوي.

په ننګرهار کې د قومونو د یووالي د دفتر د پرانستې دغه غونډه د سیشنبې په ورځ د سرحدونو او قبايلو چارو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې پر دولتي چارواکو سربيره په کې په ننګرهار کې د بيلابيلو قومونو استازو او مشرانو ګډون کړی و.

دغې غونډې د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزی هم راغلی و.

نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د قومونو د يووالي او همغږۍ د شورا استازي ژمن دي چې په سيمه کې ډاډمن امنیت ته کار وکړي.

(( د ننګرهار ۲۴ قومي شوراګانې زموږ د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست کې ثبت وې. موږ وپتيله چې څنګه کولای شوو چې له دغو شوراګانو نه د سولې، امن او يووالي په لار کې استفاده وکړو. نن مو دلته دغه مرکز ايجاد کړو چې قومي مخورو مشرانو په کې ګډون کړی و او له موږ سره يې ژمنه او تعهد وکړ چې دوی به له دې لارې وکولای شي چې په ننګرهار او مشرقي زون کې سوله او امن برقراره کړو.))

په ننګرهار د قومونو د يووالي او همغږۍ د شورا ريس ملک سيد جهان جهاني هم ژمنه وکړه چې د قومونو په ملاتړ به تر هر څخه د مخه سولې او امنيت ته کار کوي.

((موږ اوس هم تيار يو چې په اول قدم کې د سولې غږ پورته کړو او د دې لپاره پياوړي ګامونه واخلو. موږ غواړو چې د دغه قومونو نه استفاده وکړو، تر څو وکولای شوو چې روغ، جوړ او ودان افغانستان ولرو.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، ډاډ څرګند کړ چې د ولسونو په مرسته په سيمه کې امنيت تامنيدای شي.

(( هغه مشکل چې نن سبا ورسره مخ يو، په ځينو ولسواليو کې بد امني ده او دښمن هم دا کوشش کوي چې په قومونو کې بې اتفاقي پيدا کړي او بيا ځانته ځای پيدا کړي او نفوس وکړي، نو چې قومونه په یو غږ وي، په اتحاد او اتفاق وي، او دښمن ته اجازه ورنه کړي چې د دوی له منطقو نه، د دوی له جومات نه او د دوی له کورونو نه استفاده وکړي او بيا هلته بد امني راولي او ولس له مشکل سره مخ کړي. نننۍ غونډه زه ډيره مهمه بولم او مطمین یم چې انشاالله له دې نه به ډير ښه نتایج لاسته راوړو.))

دی وايي چې تاریخونه ښيي چې کله هم ملک له بې ثباتۍ سره مخ شوی، نو د ولسونو په يووالي ملک له بد بختيو او بحراني حالت څخه راوتی دی.

د یادولو ده چې د تيرې دوشنبې په ورځ په ننګرهار د شپږو ولسواليو شینوارو خپل منځي اختلافونه يوې ډډې ته کړل او په سيمه کې د امنيت د ټګښت لپاره د اتفاق لاسونه سره ورکړل.

XS
SM
MD
LG