د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د جعلي درملو او ډاکترانو پرضد کمپاین پېل کړی دی


د بلوچستان حکومت د صحت څانګه وايي، د دوی چارواکو د کوټې په شمول د صوبې په ټولو سیمو کې د جعلي درملو او جعلي ډاکترانو پر ضد کمپاين پېل کړی.

د بلوچستان حکومت د صحت څانګه وايي، د دوی چارواکو د کوټې په شمول د صوبې په ټولو سیمو کې د جعلي درملو او جعلي ډاکترانو پر ضد کمپاين پېل کړی، چې په ترڅ کې به يې ټول هغه ميډيکل سټورز يا درملتونونه او ډاکتران ونیول شي، چې يا خو جعلي درمل پلوري او یا هم ډاکتران نه وي او د خلکو درملنې کوي. خدای نور ناصر پرې له کوټې رپوټ راکوي.

په کوټه کې د صحت د څانګې د چارواکو په خبره دوی په روانه نوومبر مياشت کې يو پټ کمپاين پېل کړی، چې په ترڅ کې به يې پر هغو درملتونونو يا ميډيکل سټورونو چاپې ووهل شي، چې جعلي او بهرني درمل پلوري او ورسره پر هغو کلينيکونو چې ډاکتران يې د ډاکترۍ قانوني اسناد ونه لري، چاپې وهي،نیسي به يې او سزا به ورکړل شي.

عبدالله خان چې د صحت د څانګې ايډيشنل سیکريټري دی، مشال راډيو ته يې داسې مالومات ورکړل.

« دا وخت په ټول بلوچستان کې موږ ټولو د صحت د څانګې افیسرانو دا پېغام لېږلی دی، چې د جعلي درملو او جعلي ډاکترانو پر ضد کار وکړي. ځکه چې له موږ سره د ۱۹۷۶ يو قانون موجود دی، چې د ؛ډرګ لاز؛ ورته وايي، نو له دې قانون سره سم به په دې کار کېږي او ورسره سمه به سزا ورکول کېږي»

له دې سره ځينو خلکو بیا بیا شکايت کړی، چې د کوټې اکثره ډاکتران د درملو له کمپنيو او ميډيکل سټورونو سره لاس لري او ناروغانو ته هغه درمل ډېر لیکي، چې دوي په کې پټ کمېشن يا ګټه ورکړل کېږي. د خلکو د همدې شکايت په هکله مو بیا هم له عبدالله خان څخه وپوښتل.

«دا شکايت موږ ته هم راغلی دی، چې داسې کېږي. خو ددې لویه ذمه واري پر ډاکترانو راځي، چې هغوي باید د ډاکټرۍ له اخلاقياتو سره سم داسې درمل ونه ليکي. موږ ته اکثره شکايت راځي، لاکن تر ننه پورې موږ ته داسې ثبوت په لاس راغلی نه دی او نه هم چا راکړی دی، که داسې يو ثبوت په لاس راشي، نو یقیناُ د صحت څانګه به يې پر ضد کار کوي»

د بلوچستان د صحت څانګه زیاتوي، د کوټې په شمول د بلوچستان په ټولو لرو پرتو ښارونو او حتا تر کليو پورې به يې چارواکي په دې کمپاين کې ځان رسوي او په هر ځای، سیمه او کلي کې چې جعلي ډاکتران او جعلي درمل وو، پر ضد به يې کار کېږي.

XS
SM
MD
LG