د افغانستان د ختيځ زون د اوو ولایتونو لپاره په ننګرهار کې د ۲۰۲ شمشاد زون په نوم د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ مرکز یکشنبې په ورځ پرانستل شو او د زون د مسوول د پيژندنې مراسم تر سره شول.
د افغان ولسمشر له فرمان سره سم چې په دې وروستيو کې صادر شو، د امنیتي ادارو د همغږۍ په پار د هر زون لپاره په خپله سيمه کې مرکزونه لازمي وګرځول شول چې په ننګرهار کې هم د شرقي ولایتونو د زون مرکز پرانستل شو او قوماندان يې په رسمي توګه امنیتي ادارو ته وروپيژندل شو.
د زون د قوماندان د پيژندنې په دې غونډه کې د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرازد چې تر دې وړاندې یې د زون په کچه د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ چارې هم پر مخ بولې، د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د سیمې د امنیت د تامين لپاره به د ۲۰۲ شمشاد زون قوماندانۍ سره په همغږۍ کار کوي.
« د ۲۰۲ شمشاد زون سره به موږ ټول امنیه قوماندانان، سرحدي پوليس، عامه نظم، د قانون په بنیاد همغږي ولرو، د دوی د لایحې د وظایفو مطابق به خپلې کړنې تر سره کوو، او د دې نوي زون د بسیا کولو په خاطر به موږ ټول هلې ځلې کوو، کوشش به کوو تر څو دا زون په پښو ودريږي او په شرقي زون کې امن تامین شي.»
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په خپلو خبرو کې وويل چې د شمشاد زون د مرکز به پرانستو به نه یوازې دا چې په ختيځ کې د ملي امنیتي ادارو تر منځ همغږي رامنځته شي، بلکې له مرکز سره به يې اړيکې نورې هم پياوړي شي.
« له خپلې خاورې نه دفاع کول، هغه لوی جهاد دي چې په تيرو هفتو کې تاسو ولیدل چې علماوو پرې فتوا ورکړه. زه مطمین یم چې د جناب بیګ صیب په راتګ سره به په ملکي او نظامي برخه دا همغږي هم زیاته شي او له مرکز سره به لا زموږ روابط تقویه شي.»
د ننګرهار د ملي امنيت رييس برید جنرال داد محمد په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د شمشاد زون له مرکز سره به کشفي او استخبارتي ادارې اوږه په اوږه کار کوي.
« د ملي امنیت د ریاست په استازولۍ تاسو ته ډاډ او باور درکوم چې د وطن په مقدسو او لوړو وظایفو کې به کشفي او استخباراتي ادارې، تاسو سره به اوږه په اوږه هغه استخباراتي معلومات چې د دښمن په ټکولو او د له منځه وړلو کې ضروري وي، تاسو سره به يې په وخت او زمان سره شريک کړلی شوو.»
د ۲۰۲ شمشاد زون قوماندان مل پاسوال جورابیګ وويل:
« له دې نه چې په ما باندې باور شوی، زه هم په تاسو باندې باور لرم او ستاسو نه حمایت غواړم چې تاسو سره يو ځای کار وکړم. پخوا مې هم دلته شپږ کاله خدمت کړی او اوس هم حاضر یم چې خدمت وکړم»
د ویلو ده چې د ۲۰۲ شمشاد زون د امنیتي ادارو د همغږۍ دغه مرکز د بهسودو ولسوالۍ بینیګا سيمه کې د پوليسو په کنډک کې پرانستل شو چې د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، پروان، کاپیسا او پنجشير ولایتونو د امنیتي ادارو تر منځ به په چارو کې همغږي رامنځته کوي او په ګډه به سره کار کوي.