د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د سرې میاشتې اوونۍ پيل شوه


د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم روانه اوونۍ د سرې مياشتې د اوونۍ په نوم ونومول شوه.

د افغانستان د نورو ولایتونو په څير په ننګرهار کې هم روانه اوونۍ د سرې مياشتې د اوونۍ په نوم ونومول شوه.

په دې اوونۍ به د سرې مياشتې رضاکار د يوه ټيکټ په ورکولو سره له عام ولس نه مرسته راټولوي چې دا مرستې به بيا په عام المنفعه کارونو لګول کيږي.

د ميزان څلرویشتمه چې د اکتوبر د شپاړسمې نيټې سره برابر وه، په ټول افغانستان کې د سرې مياشتې د اوونۍ په نوم نومول کيږي.

په همدې مناسبت د شنبې په ورځ د ننګرهار د سرې مياشتې رياست يوه غونډه رابللې چې په يو شمير دولتي چارواکو سربيره په کې ملي سوداکرو او د سرې میاشتې په لسګونو رضاکارو ګډون کړی و.

د ننګرهار د سرې مياشتې رييس ننګيالي یوسفزی وايي چې تير کال يې څلور میلونه افغانۍ راټولې کړې وې او دا ځل يې هود کړی چې تر دولس میلونو افغانيو پورې راټولې کړي.

(( غږ کوم په خپل ولس باندې چې چې راشئ او له خپلې سرې میاشتې سره لاس ورکړئ.حکومت دې موږ ته لا زیات سهولتونه برابر کړي. تر څو وکولای شوو چې موږ بشري وضعیت ته تغير ورکړو. پروسږکال څه باندې څلور ميلونه افغانۍ په دغو ورځو کې ټولې کړې وې، توقع لرو چې اته میلونه ټولې کړو، توقع لرو چې دولس ميلونه افغانۍ سږکال راټولې کړو او دا به بیرته په ننګرهار شموله عام المنفعه پروژو باندې لګيږي.))

د افغانستان په تيرو حکومتونو کې به په ټول افغانستان کې له مامورينو څخه د يوې ورځې معاش د سرې مياشتې بودیجې ته انتقال کيده، خو د تيرو کورنيو جنګونو له امله دا سسټم له منځه تللی و خو د ۱۳۹۱ لمریز کال راهيسې دا سسټم بیرته فعال شوی دی.

د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنیف ګرديوال په ملي سوداګرو او عام ولس غږ وکړ چې سرې مياشتې سره د خپلې وسې سره سمې مرستې وکړي.

(( له ټولو نيګرهاريانو نه هيله ده چې له خپل وس مطابق له سرې مياشتې سره کمک وکړي. دلته د ولایت په سطحه باندې دولتي مامورینو د يوې ورځې معاش سرې میاشتې ته اعانه ورکړه، ما پخپله له خپل معاش نه پينځه زره افغانۍ مرسته وکړه هغه دوستان چې د چا وس او توان وي که هغه ملي سوادګر دي او که شتمن دي، باید د خپل احساس له مخې سرې میاشتې سره کمک وکړي.))

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رييس د يوه حديث شريف په رڼا کې خلک له سرې میاشتې سره مرستو راوبلل.

(( د يو حديث مبارک مفهوم دی. څوک چې د چا د خير لپاره قدم کيږدي، الله کریم په هغه باندې ۷۳ رحمته نازلوي. د ۷۳ رحمتونو له جملې څخه يو رحمت د دې باعث کيږي چې د دغه شخص د دین او دنیا چارې سمې کړي، ۷۲ رحمتونه يې ذخيره پاتې کيږي. دا یو عام المنفعه کار دی، په دې کې چې چا اخلاص وکړو او دا بې ریا او بې له ځان ښودنې یو نیک عمل دی.))

د ننګرهار د سرې مياشتې رييس ننګيالی یوسفزی وايي چې په تير یوه کال کې يې د سرې مياشتې له لورې ۲۸۵۰ کورنيو ته مرستې رسولي خو زیاتوي چې لا هم په ننګرهار کې ۷۰۰۰ کورنۍ بيړنيو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG