د بلوچستان په سرښار کوټه کې درې ورځنی پښتو نړيوال کنفرنس روان دی. کنفرنس ته د بلوچستان ګورنر او د ملي عوامي حکمران صوبايي ګوند ځينو وزيرانو هم خبرې وکړي. په دي کنفرنس کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ليکوالان او څيړونکي برخه لري چې په روانو چارو سربېره يې د پښتنو په سياسي، کلتوري او تعليمي ستونزو څيړنيزې مقالې واورولې.
کوټه کې د پښتو نړيوال کنفرنس انځورونه
نن د بلوچستان په سرښار کوټه کې پښتو نړيوال کنفرنس روان دی. په دي کنفرنس کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ليکوالان او څيړونکي برخه لري. دوی د پښتنو په سياسي، کلتوري او تعليمي ستونزو څيړنيزې مقالې واورولې.

۹
د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد، لال پاچا ازمون ته د هغه د مقالې لپاره ايوارډ يا جايزه ورکول کيږي.

۱۰
د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې څيړونکې زرغونه رښتين ته د هغې د مقالې لپاره ايوارډ يا جايزه ورکول کيږي.

۱۱
د کوټې په پښتو نړيوال سيمينار کې سياستوال او ليکوال، افراسياب خټک او نور برخه وال

۱۲
د کوټې په پښتو نړيوال سيمينار کې څيړونکی حبيب الله رفيع خپله لولي.