د بلوچستان په سرښار کوټه کې درې ورځنی پښتو نړيوال کنفرنس روان دی. کنفرنس ته د بلوچستان ګورنر او د ملي عوامي حکمران صوبايي ګوند ځينو وزيرانو هم خبرې وکړي. په دي کنفرنس کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ليکوالان او څيړونکي برخه لري چې په روانو چارو سربېره يې د پښتنو په سياسي، کلتوري او تعليمي ستونزو څيړنيزې مقالې واورولې.
کوټه کې د پښتو نړيوال کنفرنس انځورونه
نن د بلوچستان په سرښار کوټه کې پښتو نړيوال کنفرنس روان دی. په دي کنفرنس کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ليکوالان او څيړونکي برخه لري. دوی د پښتنو په سياسي، کلتوري او تعليمي ستونزو څيړنيزې مقالې واورولې.

۱
د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې برخه والو په مورنۍ ژبه د تعليم په ترلاسه کولو زور راوړ. څيړونکو همداراز په خپلو مقالو کې د پښتنو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د ورته ناستو او راشې درشې زياتول مهم وبلل.

۲
د کوټې په پښتو نړيوال سيمينار کې ډاکټر فضل رحيم مروت د خيبر پښتونخوا د نصاب په اړه مقاله وايي

۳
د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې څيړونکې زرغونه رښتين خپله مقاله اوروي.

۴
د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې لومړۍ ناسته پښتو او تعليمي ستونزو په اړه وه چې محمد معصوم هوتک (په تصوير کې په منځ کې ليدل کيږي) په مشرۍ وشوه.