د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د سولې د خبرو د راتلونکي پړاو پریکړه دې افغان حکومت او طالبان پخپله وکړي


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاضي خلیل الله
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاضي خلیل الله

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاضي خلیل الله وايي پاکستان په افغانستان کې سولې ته لیواله دی. نوموړي نن په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې پاکستان افغانستان کې د امن او استحکام لپاره د زړه له اخلاصه کار کوي، ځکه چې کابل کې امن د اسلام آاباد لپاره هم ضروري دی.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د مذاکراتو د بل پړاو په هکله د يو تپوس په ځواب کې نوموړي زياته کړه چې دغه لړ کې به فيصله افغان حکومت او طالبان کوي. دی وائي د پاکستان کردار يوازې د سهولت برابرول دي او په دغه حېث پاکستان د لومړي پړاو کوربه و او غواړي چې په راتلونکي کې هم دا کردار ترسره کړي.

دی وايي موخه یې په افغانستان کې امن او استحکام راوستل دي ځکه چې د افغانستان امن د پاکستان او ټولې منطقې په ګټه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د مذاکراتو يو پړاو پاکستان کې شوی و او د بل پړاو نه وړاندې د ملا عمر د مرګ خبر مخې ته راغی چې ورسره کېدونکې دويم پړاو وځنډیو. اوس څومره امکان دی چې مذاکراتي عمل بيا شورو شي او په دې لړ کې پاکستان څه کردار ترسره کولی شي ؟ په دغه اړه مو د پاکستان او افغانستان د چارو کارپوه او پېښور کې مېشت خبريال رحيم الله يوسفزي نه تپوس وکړو نو ده وویل په نږدې ورځو کې مذاکرات بيا شورو کېدل ګران دي ځکه چې دملا عمر د مرګ وروسته طالبان په يو امير نه دي متفق شوي او دوي به غواړي چې اول خپلمنځي مسلې ختمې کړي او دهغې روستو خبرو ته کېني.

رحيم الله یوسفزي زياته کړه چې پاکستان به د مذاکراتو بيا شورو کولو دپاره کوشش کوي خو دې سلسله کې به په چا دباو نشي اچولی ځکه چې د زور سره دا ممکن ده چې مذاکرات وشي خو د هغې په فيصلو به عملدرامد ونشي.

د پاکستان افغانستان د تعلقاتو په ذکر کولو د خارجه دفتر وياند وويل چې پاکستان افغانستان سره ښه تعلقات غواړي او دې لړ کې خپل پوره پوره کوشش کوي البته افغانستان کې پر پاکستان سفارتي اهلکارو په دهړکو ورته اندېښنه ده او دغه لړ کې یې افغان حکومت ته د پوره اقداماتو ويلي دي.

XS
SM
MD
LG