د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته ستنېدوکې کډوال: وطن مو جوړ دی،خوښ يو چې ورځو


افغان کډوال
افغان کډوال

په داسې حال کې چې پاکستان په خپل ملک کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده تر دوو نورو کلونو غځولې، اويا کورنۍ د بلوچستان له بېلابېلو سيمو کندهار ته ورغلې.

نن له بلوچستانه د افغان کډوالو خوا او شا اويا کورنۍ د ډيورنډ کرښې آغاړه کندهار ته ستنې شوې. دا کورنۍ نن د چارشنبې په ورځ د کوټې په بليلي سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) دفتر کې تر مرستو حاصلولو وروسته افغانستان ته روانې شوي.

دغو خلکو د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې د افغان کډوالو په کمپونو کې شاوخوا درې لسیزې ژوند کړی وو. دوی ته ملګرو ملتونو د کورنۍ پر سر دوه سوه ډالر او د خوراک څښاک توکي ورکړل.

يوې بوډۍ ښځې مشال ريډيو ته وويل چې دخپلو زامنو او لمسيانو سره هيواد ته ستنيږي. هغې وويل:((ډېره خوشاله يم چې ځم. خپل وطن ته ځم.))

ويډيو يې دلته کتلی شئ.

له بلوچستانه ځیني افغان کډوال بېرته وطن ته ستانه شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وايي له پاکستان سره يې په دي وروستيوو کې په دوه اړخیزه ناسته کې د افغان کډوالو په اړه تفاهم لیک نهایي شوی دی چې له مخې يې پاکستان تر دوو کلونو پورې افغان کډوال په خپله خاروه کې اوسيدو ته پريږدي.

دغه خبرې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير، سيد حسین عالمي بلخي پرون د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په هغه غونډه کې کړي چې په ارګ کې وشوه.

وطن ته ستنېدونکي کډوال
وطن ته ستنېدونکي کډوال

د افغان ولسشمر محمد اشرف غني له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ولسمشر دغه راز وویل چې د کډوالو د راستنېدو حالت د وړاندوینې وړ نه دی نو ځکه باید ټول وزارتونه په دې اړه د بیړنیو حالاتو لپاره لازم چمتوالی ولري.

خبرپاڼه زياتوي چې په دې غونډه کې عالمي بلخي وویل چې د پاکستان او ایران له هېوادونو سره دوه ځلې دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې ترسره شوي دي.

د کډوالو چارو وزير زياته کړې چې ايران او پاکستان له افغان چارواکو غوښتې چې په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه ورته تګلاره او پلان ورکړي چې د بلخي په خبره کار پرې روان دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو لپاره ستراتیژیک پلان په دریو برخو، تحلیل او ارزیابۍ، د کډوالو چارو په مدیریت او د ظرفیت د لوړولو په تدبیرونو مشتمل دی.

ولسمشر غني د دغه ستراتیژیک پلان په جوړولو کې د کډوالو چارو د وزارتد هڅو ستاینه کړي او ټینګار یې کړی چې د پلان هدفونه باید پر واقعيتونو ولاړ وي.

د خبرپاڼې تر مخه په دې ناسته کې همدا راز د دغه وزارت د ستراتیژیک پلانپه اړه هر اړ خیز بحث وشو او په پای کې پریکړه وشوه چې د وزیرانو شورا به د پلان عملي کول تر غور او څېړنې لاندې ونیسي.

XS
SM
MD
LG