د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه


د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت د ځوانانو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په ترڅ کې له دولت او مرستندویه نړیوالو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دې د ځوانانو ستونزو ته حل لارې ولټوي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت د ځوانانو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په ترڅ کې له دولت او مرستندویه نړیوالو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دې د ځوانانو ستونزو ته حل لارې ولټوي.

د ننګرهار د ځوانانو چاروامريت د دغې نړيوالې ورخې په مناسبت په سلګونه تنه ځوانانو له ولسواليو څخه رابللي وو چې اکثرو ځوانانو په کې د بیکارۍ له ستونزو سر ټکاوه. په همدې اړه د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي خبريالانو سره په خبرو کې له هغو مرستندویه ټولنو څخه چې د ځوانانو په برخه کې کار کوي غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې له ځوانانو ونه سپموي.

(( د دغې ورځې د نمانځلو عمده هدف دا وي چې د ځوانانو په حقوقو باندې بحث وشي، د ځوانانو په مشکلاتو باندې بحث وشي. په ننګرهار کې هم ځوانان ډیر مشکلات لري، عمده مشکل يې بې کاري ده. موږ همیشه په ولایتي ادارې او مرکزي دولت غږ کړی دی چې هغه ډونر ادارې چې د ځوانانو په برخه کې فعاليټ کوي او په دې برخه کې پروژې لري، خپل پروګرامونه بايد د ځوانانو چارو امريت او په مرکز کې له معینيت سره هماهنګ کړي، تر څو په ښه شکل باندې د ځوانانو مشکلات درک کړي او هغې ته رسيدګي وکړي.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې ستونزو ته به يې د حل لارې چارې لټوي.

(( د دوی غوښتنه دا وه چې په ننني پروګرام کې ورسره کمک وکړم. چې دا مو وکړل او په يوه خاص ترتیب کې خپل دوی خپل پلان جوړ کړي زه به ورته د ولايت له بوديجي نه هره میاشت يو لک افغانۍ ورکوم چې د دوي ته د سيمينارونو او ورکشاپونو په برخه کې تر يوه حده سهولت رامنځته کړي.))

یاده دې وي په افغانستان کې شپيته سلنه نفوس ځوانان تسکيلوي چې اکثريت يې د بې روزګارې له ستونزو سره مخ دي او يو شمير يې دې ته مجبوره کيږي چې د دولت د وسله والو مخالفینو په ليکو کې ورګډ شي. د چارو شننوکي په دې بارو دي چې که ځوانان په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په کار وګمارل شي، له يوه پله به يې ټولنې ته د خدمت جوګه شوي وي او بل پلو به يې د هیواد په امنیت مثبت اغيز کړی وي.

XS
SM
MD
LG