د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډنمارک غواړي په هره برخه کې د پاکستان ملاتړ وکړي


؛ ډنمارک او پاکستان له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پرمختګ په بېل بېل پروژو ګډ کار سره کوي. او نن دلته زموږ دا ملګري راسره دي، چې موږ له دوي سره په ګډ کار ویاړو؛.

په پاکستان کې د ډنمارک سفیر جیسپر مولر په درې ورځنۍ دوره د بلوچستان سر ښار کوټې ته تللی او هلته يې له لوړپوړو حکومتي او پوځي مشرانو سره سره له تجارانو سره هم لیدلي او هغوي ته يې د هرقسم مرستې او دوه اړخيزه تجارت باور ورکړی دی.

په پاکستان کې د ډنمارک سفیر جیسپر مولر سورينس وايي، د ده هیواد په هره ناوړه پېښه کې د پاکستان ولس مرسته کړې او غواړي چې دا مرستې او له دغه هیواد سره دوه اړخیزه تجارت نور زیات کړي. دا خبري نوموړي د کوټې د سوداګرۍ خونه کې له يو شمېر سوداګرو او تر هغه ورسته له يو شمېر مشرانو خبریالانو سره په ډوډۍ کې وکړې. جیسپر مولر سورينس وویل، له زلزلو او نورو قدرتي افتونو نیولې بیا د وزیرستان تر بې کوره شويو پورې يې په هر ډګر د پاکستان مرسته کړې او دا مرستې به يې بیا هم دغسې جاري وي.

؛ دلته په پاکستان کې موږ له بېل بېل لارو د ولس مرسته کوو. موږ تل په هر ناورين کې له دغه هيواد سره اوږه په اوږه درېدلي يو. دلته که زلزله وي، سیلاوونه او يا هم اوس د شمالي وزیرستان تر عملياتو وروسته د بې کوره شويو وګړيو ستونځه وي، موږ له پاکستان سره هر ممکن مدد کړی. له دې سره موږ په پاکستان کې تر ټولو زیاتې پیسې په خېبر پښتونخوا، فاټا او بلوچستان کې مصرف کړې دي؛

د ډنمارک سفیر زیاتوي، هیواد یې غواړي له پاکستان سره دوه اړخیزه تجارت نور زیات کړي او د همدې لپاره يې د کوټې تجارانو ستونځې او وړاندیزونه اورېدلي دی، چې د پاکستان له مرکزي حکومت سره په دې خبري وکړي او دوه اړخیزه تجارت ته نوره وده ورکړي. جیسپر مولر وايي، پاکستان او ډنمارک له تېرو څو کلونو راهیسې د پرمختګ په برخه کې ګډ کار کوي او دوی په دې وياړي.

؛ ډنمارک او پاکستان له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پرمختګ په بېل بېل پروژو ګډ کار سره کوي. او نن دلته زموږ دا ملګري راسره دي، چې موږ له دوي سره په ګډ کار ویاړو؛.

د ویلو وړ ده چې د ډنمارک سفیر جسیپر مولر سورينسن په کوټه کې د بلوچستان له وزیراعلی ډاکټرعبدالمالک بلوڅ، د پاکستان پوځ سهېلي کمانډ له کمانډر جنرال ناصر خان جنجوعه او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د دواړو هیوادونو تر منځ يې پر دوه اړخیزه اړيکو خبرې کړې.

XS
SM
MD
LG