د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان : د قطر د مذاکراتو هرکلی کوو


په قطر کې د طالبانو دفتر
په قطر کې د طالبانو دفتر

پاکستان وايي په قطر کې د سولې د مذاکراتو هرکلی کوي او د هرې هغې پروسې ملاتړ به کوي چې له کبله یې په افغانستان کې امن راتلی شي. د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو د وزارت سکرتر اعزاز چودري مشال راډیو او یوشمیر نورو پښتو رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل :

(( موږ بلکل د دې خبرې ملاتړ کوو چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ دې خبرې وشي. پاکستان په دې لاره کې هر ډول مرستو کولو ته تیار دی، ځکه چې د افغانستان امنیت د ټولې سیمې د امنیت سره تړلی دی. که څه هم په قطر کې غیر رسمي خبرې کیږي، خو پاکستان د سولې لپاره د رسمي او غیر رسمي دواړه ډوله مذاکراتو هرکلی کوي. ))

خبریال او کارپوه طاهرخان وايي په قطر کې ترسره کیدونکي مذاکرات د سولې راوستلو لپاره ګټور دي :

(( زما په نظر دا ډول مذاکرات د امن لپاره لار هوارولی شي، ځکه چې کله رسمي خبرې نه کیږي، حکومتونه خبرې نه کوي، مخالفین خبرې نه کوي، نو بیا غیر رسمي ډلې په دې کې خپل رول لوبوي. افغانستان کې اوس هم دا حالت دی چې طالبان د حکومت سره خبرو ته غاړه نه ږدي، نو په داسې حالاتو کې د افغانستان د سولې د شورا او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې ګټورې دي. ))

خو کارپوه رستم شا مومند وايي ترڅو نړیوال ځواکونه په افغانستان کې موظف وي، د سولې د پروسې کامیابیدل ممکنه نه ده.

راپورونه وايي په قطر کې د طالبانو د استازو او دافغانستان د سولې د عالي شورا د پلوو ترمنځ له تیرې ورځې راهیسې خبرې پيل شوي او ورکې د سولې لپاره د لارو ګودرو لټولو هڅه کیږي.

XS
SM
MD
LG