د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان هندوان وايي ژوند یې خوندي نه دی


فایل فوټو
فایل فوټو

په بلوچستان کې هیندوان وایي چې دوی اوس مهال د امن و امان په حواله له بدو حالاتو سره مخامخ دي.د دوی په خبره،په خاصه توګه بلوڅ مېشتو سیمو کې له دوی سره د زور، زیاتۍ پېښې اوس هم روانې دي.​

کور لعل
کور لعل

د ( کور لعل ) په نوم یو هندو ځوان د بلوچستان د یوې پښتون مېشتې سیمې (چې ده یې نوم دپټ ساتلو غوښتنه وکړه ) په اړه وویل چې هغه سیمه یې له پېړیو پېړیو پلرنۍ سیمه وه، مګر په خبره یې،کورنۍ یې په داسې وخت کې له هغه ځایه پر وتلو مجبوره شوه چې پروړاندې یې وضع ورځ په ورځ په خرابېدو وه:

(( زموږ پلرنۍ سیمه وه او هلته موږ له پېړیو پېړیو پراته وو،بلکه پراته څه،هغه زموږ وطن او خاوره وه.حالات ورځ په ورځ خرابېدل او حال تر دې چې خلکو زموږ جایدادونه او درمسالونه (مندرونه) قبضه کړل او موږ مجبور شو چې سیمه پرېږدو او کومې بلې خوا ته ولاړ شو. ))

کور لعل زیاتوي چې که څه هم د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې نسبتًا پرُ امنه دي،مګر د ده په خبره،د دوی پر وړاندې مجموعي کرکه او بد چلن په ټول مُلک کې اوس یوه عامه خبره ده.دی زیاتوي،له دغې وجې ټول خپلوان یې په موقع ترلاسه کولو،هند ته کډه شول:

(( چا ته چې چیرې موقع ترلاسه شوه،هغې خوا ته یې مخه کړه.زما سکه اکا "اوتم لال" ته موقع (ویزه) په لاس ورغله،نو هند ته کډه شو.یو بل اکا مې وو "رام لال"،هغه هم هند ته ولاړو. زموږ کورنۍ اول په سنځاوۍ کې واړوله او اوس په کوټه کې ژوند کوو.که موږ ته هم موقع په لاس راشي،نو وخت به نه کړو ضایع چې هند ته ستانه شو. ))

یو بل هیندو (دولت رام ) هم د بلوچستان بلوڅ مېشتو سیمو ته په اشاره کولو وایي چې هلته اوس هم د دوی پر وړاندې حالات سم نه دي:

(( تاسو ټول خبر یاست چې زموږ هیندوانو سره زور زیاتی عامه خبره ده.بالخصوص،زموږ ځوانان او مشران د پېسو او نورو مقاصدو لپاره په زور و تښتول شي او اکثره یې موږ ته مړي په لاس را کړي. ))

دولت رام زیاتوي، کورنۍ یې هڅه کوي چې ،تر څو هند ته ولاړه شي.د ده په خبره،اوس دلته ژوند کول ګران شوی.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال

په دغه اړه د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال که څه هم د هندوانو، هند ته د کډه کولو خبره نه مني،خو د ده په خبره،د دوی پر وړاندې د امنیت ټینګولو لپاره حکومت یې سخت ګامونه پورته کړیدي:

(( تر څو چې زموږ د حکومت خبره ده،نو په خضدار کې د هیدوانو په حواله حالات یو څه خراب وو،خو اوس هلته موږ سخت ګامونه پورته کړل او امنیت مو یقیني کړی.د دې سره که وګورو،نو د صوبې په نورو سیمو کې هم د دوی پر وړاندې وضع اوس برابره ده.بل زموږ د معلوماتو تر مخې،داسې څوک (لږکي) زموږ په نوټس کې نه دې راغلي چې ګوا کې دوی به هیند ته د کډه کولو خبره کړې وي.داسې هیڅ خبره نشته. ))

بلوچستان،په خاصه توګه بلوڅ مېشتو سیمو کې هیندوان په داسې حال کې د دوی پر وړاندې د بدې وضعې خبره کوي،چې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هم په خپل یو خپاره شوي رپورټ کې دا خبره په ګوته کړېده چې په مُلک کې د لږکیو پر وړاندې حالات خراب شویدي.

XS
SM
MD
LG