پراګ: د مشال راډیو د سندرو امېل د دې اوونۍ په خپرونه کې د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د رباب د زدکړو د يوه مرکز د پرانستې په اړه تفصیل اورئ.
د پښتو موسیقۍ د دې روایتي او خواږه ساز رباب ږغوونکی وقار اتل د دې مرکز بنسټ اېښېدونکی او چلوونکی دی.
وقار اتل د پښتو ژبې له نامتو سندرغاړو سره په ثبت شوو سندرو او ژوندیو کنسرټونو کې په ډېر هنر رباب ږغولی دی.
د سندرو امېل خپرونې کوربه هارون باچا له وقار اتل سره د هغه د ژوند ،هنر او رباب ښودنې مرکز په اړه ږغېدلی دی.
په دې خپرونه کې د وقار اتل د څرګندونو تر څنګ هم هغه ږغولې د رباب له څو نغمو هم خوند اخیستلای شئ.