د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانيو ځواکونو د شپږو بلوڅ بيلتونپالو د وژلو ادعا کړې ده


د بلوچستان په اواران سيمه کې د سېشنبې پر ورځ امنيتي ځواکونو او خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو ترمنځ نښته شوې چې په کې د شپږو وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې او يو ملېشه سرتېرى هم وژل شوى،

د بلوچستان په اواران سيمه کې د سېشنبې پر ورځ امنيتي ځواکونو او خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو ترمنځ نښته شوې چې په کې د شپږو وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې او يو ملېشه سرتېرى هم وژل شوى، خو وسله وال بلوڅان وايي وژل شوي کسان عام خلک دي، په نښته کې يواځې د دوى درې تنه ټپيان شوي دي.

د بلوچستان ملېشه ځواکونو د سېشنبې پر ورځ په اواران سيمه کې د پلټنې عمليات کړي چې وايي، له وسله والو سره يې نښته شوې او د څو ساعته ډزو په تبادله کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملېشه ځواکونو وياند رسنيو ته په لېږلي خبرپاڼه کې ويلي، چې د اواران په ماشکى سيمه کې يې د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس د وسله والو بلوڅانو په موندلو پسې د پلټنې عمليات کول، چې وسله والو ورباندې ډزې پيل کړې او د دواړو غاړو تر منځ د ډزو تبادله پيل شوه.

په نښته کې د يوه ملېشه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړل شوى او د شپږو وسله والو د وژل کېدو او د څو نورو د ټپي کېدو ادعا شوې ده.

ملېشه ځواکونو ادعا کړې، چې ترنښتې وروسته يې د وسله والو له پناه ځايه وسله او ټليفوني وسايل هم ترلاسه کړي دي.

امنيتي ځواکونو وژل شوي وسله وال په اواران سيمه کې پر ملېشه ځواکونو په حملو، هدفي وژنو او سړي تښتونو کې تورن بللي دي.

د ملېشه ځواکونو مشرمېجر جنرال شېرافغان په خبرپاڼه کې ويلي چې سرتېري به يې د ورانکارو او د ترهګرۍ ځپلو لپاره له توپير پرته هر ځاى د پلټنې هدفي عمليات کوي.

بل لورته د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو يوه سازمان رسنيو ته ويلي، چې له ملېشه ځواکونو سره يې نښته شوې، خو وايي د هغوى په ډزو وژل شوي کسان د دوى د سازمان غړي نه، بلکې عام خلک دي، خو وايي د دوى يواځې درې تنه په ډزو ټپيان شوي دي. د وسله والو بلوڅانو د دې ادعا په اړه ملېشه ځواکونو او نورو حکومتي سرچېنو سمدستي څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې آواران د کوټې ښار جنوب لور ته په شاوخوا شپږنيم سوه کيلوميټرۍ کې پرته سيمه ده، چې خپلواکي غوښتونکي بلوڅان پکې زيات نفوذ لري.

دا هغه سيمه ده چې د ٢٠١٣م کال په سپتمبر کې زورورې زلزلې و لړزوله او تر دوو سوو زيات کسان يې و وژل او زرګونه خلک يې بې کوره کړل.

XS
SM
MD
LG