د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د یو باثباته او سوله ییز پاکستان ملاتړ کوو


په پاکستان کې د امريکا سفير وايي، امریکا د باثباته، لوړ اقتصاد او د جمهوري پاکستان ملاتړې ده، او د دې لپاره له پاکستان سره هر ډول مرستې کول غواړي.

د امريکا د متحده ایالاتو په پاکستان کې سفیر ريچرډ اولس د چارشنبې پر ورځ په يوه ورځنۍ دوره کوټې ته راغلی، او همدلته يې د صوبې له يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي.

نوموړي د چارشنبې په ماځيګر د کوټې په لا کالج د لنکن کارنر په نامه د يوې لايبرېرۍ افتتاح هم کړې، چې همدا په ټول بلوچستان کې د خپل نوعيت لومړنۍ لایبرېري ده.

افتتاحي غونډې ته په خپله وينا کې د امریکا سفیر ريچرډ اولس وویل، امريکا هر وخت د باثباته، ښه اقتصاد او جمهوري پاکستان ملاتړ کړی او هیله من دی، چې همدا لنکن کارنر لايبرېري به د دواړو هيوادونو تر منځ د دوستۍ ښه علامت وګرزي.

(( د امريکا متحده ایالاتو به له تاسو سره کار کولو همداسې دوام ورکړي، تر څو تاسو ته د دې احساس وشي، چې پاکستان د باثباتۍ، لوړ اقتصاد او ښې اولسي ډيموکراسۍ خواته روان دی. په بلوچستان کې همدا لومړنۍ لنکن کارنر لایبرېري به د کلونو کلونو لپاره د پاکستان او مریکا ترمنځ د دوستۍ يو علامت وي)).

په کوټه کې د لنکن کارنر په نامه د دې لایبرېرۍ افتتاحي غونډې ته په کراچۍ کې د امریکا قونسل جنرال براین هيت بیا په خپله وینا کې وویل، څلور مياشتې وړاندې يې د دې لایبرېرۍ لپاره د کوټې د وګړيو په غوښتنه کارپېل کړ، چې د ده په خبره هم نن تر نيمايي رسېدلی او ډېر ژربه د کوټې او بلوچستان باسیواده ځوانان له دې کار واخلي. براين هیت زیاته کړه، په دې لایبرېرۍ کې به له وخت سره نور همداسې پروګرامونه پېل کړي، چې د دواړو هيوادونو وګړي به له يوه بل سره په بېل بېل برخو کې مرستې وکړي.

((همدا لنکن کارنر به د امريکا او پاکستان په خاصه توګه د بلوچستان د خلکو تر منځ د تماس يو خاص ځای وي. او اوس موږ دلته نه يواځې د کتابونه او انټرنيټ په شکل کې موجود يو، بلکې د ویډيو کانفرنسونو له لارې او که چېري ځای وو، نو ورته نور پروګرامونه هم پېل کړ، او له يوه بل سره په خبرې وکړو، چې څه مو سره يو شان او څه مو بدل دي)).

د لنکن کارنر په نامه همدا لایبرېرۍ که څه هم د پاکستان په بېل بېل ښارونو کې د امريکا له خوا جوړې شوې، خو په بلوچستان او کوټه کې همدا لومړنۍ لایبرېري ده، چې په کې به په زرګونو کتابونه، مجلې، انټرڼيټې کتابونه، ويډيوګانې او تر هر څه زیات د تحقیق لپاره مواد په کې وي.

XS
SM
MD
LG