د ځوانانو غږ خپرونه کې دا ځل په ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه په فېس بُک کې د پښتنو ځوانانو پر فعاليت بحث شوی دی. په دې لړ کې د ټولنې په پرمختګ او تعميري هلو ځلو کې د فېس بُک د فعالينو رول او اغېز ته کتنه شوې ده.
پر دې سربېره دا هم اورېدلای شئ چې د افغانستان په کندهار او خوست ولايتونو کې ځوانانو په دې برخه کې څه ډول نوښتونه رامنځ ته کړي دي.
د دې خپرونې يو ګډونوال جانان مومن دی چې له کندهاره راسره د ټليفون پر ليکه دی او بل ګډونوال بيا رحيم ګل نايل دی چې له خوسته راسره مل دی.
د خپرونې کوربه احمد شاه اعظمي دی. دا بحث دلته اوريدلی شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.