د یارانو مشال ددې اونۍ په خپرونه کې د افغانستان یو مشر او پيژندل شوی شاعر عبدالحفیظ مالیار مېلمه دی. نوموړي څو لسیزې پخوا د افغانستان په لغمان ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولي. زدکړې یې په لغمان او کابل کې کړي. کلونه کلونه یې د افغانستان په ملکي او پوځي څانګو کې وظیفې ترسره کړي دي او شعر ورسره د ژوند په هر ډګر کې ملتیا کړې ده.
کلونه پخوا چې افغانستان کې د جګړې اور بل شو ، نو ښاغلی مالیار هم د وطن پریښودلو ته اړ شو. دوی اوس د خپلې کورنۍ سره د اتریش ( اسټریا ) په مرکز ویانا کې استوګنه لري او دلته یې هم فرهنګي ، کولتوري او ادبي هلې ځلې جاري ساتلې دي. نن به د ښاغلي مالیار سره د دوی په ژوند ، کار او فرهنګي هڅو غږیږو. داخپرونه دلته لاندې په فلش پلیر کې اوریدلی شئ:
حفیظ مالیار / د یارانو مشال
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
-
نجیب عامر
نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.