د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: مدني فعالان د کابينې د اعلان غوښتونکي شول


په ننګرهار کې د مدني ټولنو استازو او ديني عالمانو په ي،ه مطبوعاتي ناسته کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني نه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره کابینه اعلان کړي او په ولایتي ادارو کې د چارو د سمون په خاطر ننګرهار ته راشي.

په ننګرهار کې د مدني ټولنو استازو او ديني عالمانو په ي،ه مطبوعاتي ناسته کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني نه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره کابینه اعلان کړي او په ولایتي ادارو کې د چارو د سمون په خاطر ننګرهار ته راشي.

په ننګرهار کې د بیلابيلو مدني ټولنو استازو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د شنبې په ورځ په يوه خبرې ناسته کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایيه ريس، ډاکټر عبدالله نه وغوښتل چې کابینه ژر تر ژره اعلان کړي او ملک له بحراني حالت نه راوباسي.


د مدني ټولنو فعال استاد محمد انور سلطاني په دې خبرې ناسته کې وويل:


(( د کابینې ځنډ په حقیقت کې لکه د وطن لپاره چې د اوبو ضرورت دی. دا ځنډ باید له منځه يوسې او عاجل بايد خپله کابینه په وړتیا باندې، په کار باندې ‎، په مسلک باندې، نه په روابطو باندې، اعلان کړي. په دې کې بايد جدي اقدام وکړي، بغير له دې نه د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله حکومت د سوال لاندې دی او ولس په عداب دی، ولس ستړی دی، ولس خپه دی، ولس مایوسه دی، ولس بې ارتباطه دی او ولس بې روزګاره دی.))

د معيوبينو ټولنې مشر مسعود ساپي له ولسمشر نه غوښتنه وکړه چې ننګرهار ته راشي او په ولايتي ادارو کې د فساد په اړه مالومات تر لاسه کړي.


(( زموږ غوښتنه له ريس جمهور څخه هم دا ده چې کابينه ژر تر ژره اعلان کړي، زموږ ټولې ادارې سرپرستې دي، خلک له ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي، فساد څو چنده زیات شوی دی. زموږ غوښتنه له ريس جمهور نه دا ده چې ننګرهار ته سفر وکړي، په ننګرهار کې چې کوم فساد دی او بې امنيتي ده، او د قانون نه حاکيمټ، خلک دلته مشکل لري، قانون څوک نه تطبیقوي، بايد د دې په خاطر راشي او له ننګرهار نه لیدنه وکړي.))

مدني فعال ډاکټر خوشال تسل په خپلو خبرو کې وويل چې د څو کسانو له دندو ګوښه کول د ولس باور نه شي تر لاسه کولای، ولسمشر باید په چارو کې د مجازاتو او مکافاتو اصل ته پام واړوي.

(( ولسشمره! خيتځوال د اصلاحاتو په موخه ستاسو د راتلو لاره څاري. د يو شمير نا اهلو او مفسدو چارواکو له دندو ګوښه کول د ولس باور نه شي تر لاسه کولای، موږ له هغوی سره د حساب او تصفيې غوښتونکي يو. د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر بنسټ په چارو کې د سمون غوښتونکي يو.))

په دغه خبري ناسته کې په شپږو مادو کې يو پريکړه ليک هم ولوستل شو چې په يوه ماده کې يې راغلي وو:


ختيځوال په سيمه ييزه کچه له ښاروالۍ نيولې تر ولسواليو پورې په ادارو کې د پراخه بدلون او پر مختګ لپاره لرليد لرو. هيله من يو چې د کابينې له جوړيدو وروسته لومړې هر اړخيزه کتنه د مجازاتو او مکافاتو د پلي کولو په په موخه ولري.

XS
SM
MD
LG