د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کلا سیف الله د مساپرو د تښتونې پر ضد جرګه شوې ده


درې ورځې وړاندې د بلوچستان له کلاسيف الله سيمې د تښتول شويو کسانو د تښتونې په خلاف په ږوب سيمه کې د سياسي ګوندونو او د قومونو د مشرانو جرګه شوې او له حکومته يې په کلکه غوښتي، چي د وسله والو او ترهګرو په خلاف عمليات وکړي او يرغمل شوي کسان د دوى له منګولو را خوشي کړي.

درې ورځې وړاندې د بلوچستان له کلاسيف الله سيمې د تښتول شويو کسانو د تښتونې په خلاف په ږوب سيمه کې د سياسي ګوندونو او د قومونو د مشرانو جرګه شوې او له حکومته يې په کلکه غوښتي، چې د وسله والو او ترهګرو په خلاف عمليات وکړي او يرغمل شوي کسان د دوى له منګولو را خوشي کړي.

له تښتول شويو کسانو د يوه تن مړى موندل شوى، چي مسووليت يې د پاکستان وسله والو طالبانو منلى دى.

د تېرې يکشنبې په ورځ نامالومو وسله والو د ږوب او کوټې تر منځ په «تنګه» نومي ځاى کې يو په بل پسې نهه تنه د وسلو په زور و تښتول، چي له هغوى څخه يې يو تن موټرچلوونکى او يو بل زده کوونکى خوشي کړل او د لياقت علي په نامه يو تن يې وژلى، چي مړى يې نن په ګوال اسماعيلزي نومي ځاى کې له يوې ديني مدرسې سره نيژدې و موندل شو.

د چارشنبې په ورځ په ږوب ښار کې د ږوب او شېراني سيمو د ټولو سياسي ګوندونو، د قومونو د مشرانو، ديني عالمانو او ښوونکيو يوه ګډه جرګه وشوه، چې پکې يې د يکشنبې د ورځې پېښه په کلکه وغندله او پرېکړه يې وکړه چې که د بلوچستان په پښتني سيمو، خصوصاً د ږوب په شاوخوا سيمو کې د هرې قبيلې خلکو وسله والو ته پناه ځاى ورکړ، نو هغه به د ترهګر د خپرېدو مسوول وي.

د عوامي نېشنل ګوند يوه مشر زمرک مندوخېل وويل، جې د وسله والو طالبانو او حکومت په جګړه کې عام ولس بايد ونه ځورول شي:

"د خروټو د قبيلې يوه مشر مولوي سلطان خروټي جرګې ته په وينا کې وويل، چې د پاکستان جمهوري او ملتپالو ګوندونو به پخوا ويل، چې په افغانستان کې بايد د جګړې اور ته لمن ونه وهل شي، خو وايي اوس دا اور د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته هم په بشپړه ډول خپور شوى دى او که ولسونه لاس سره ور نه کړي، نو دا سيمه به هم د ترهګرۍ په اور کې وسوځي"

په جرګه په لسګونو کسانو ګډون کړى وو او اکثرو پر دې خبره ټينګار کاوه، چې حکومت به يې د هغو مشکوکو کسانو د اوسېدو ځايونه وپلټي، چې د ږوب په شاوخوا کې استوګن دي او ګومان کېږي، چې دوى د ورانکارۍ، سړي تښتونو او ترهګرۍ په چارو کې لاس لري. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني سناتور رضامحمد رضا جرګې ته په وينا کې وويل:

"د جرګې برخوالو وويل چې لومړى بايد د قومي مشرانو په مرسته له وسله والو سره خبرې اترې وشي، خو که بيا هم له تنګې سيمې تښتول شوي کسان را خوشي نه شي، نو د ږوب خلک به احتجاج پيل کړي او لويې لارې به هم د احتجاج په توګه و تړي. رضا محمد رضا د جرګې په يوه پرېکړه کې وويل:"

د بلوچستان د داخله چارو د وزير سرفراز بګټي په وينا په «تنګه» او شاوخوا کليو کې د مشکوکو وسله والو په خلاف له دوو ورځو راهيسې عمليات کېږي، چې تښتول شوي کسان يې له منګولو را خوشي کړي، خو تر اوسه پورې لا هم د تښتول شويو کسانو د را خوشي کېدو خبر نه دى ورکړل شوى. په تښتول شويو کسانو کې يو د بلوچستان اسمبلۍ مامور، دوه تنه د ميزان بانک کارکوونکي او څو تنه نور د پنجاب او خيبرپښتونخوا ايالت اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG