دا اونۍ د سندرو امېل خپرونه د پښتو ژبې خوږ ژبي غزل ویونکي شاعر ارواښاد اکرام الله ګران ته ځانګړې شوې ده.
اکرام الله ګران اونۍ دوه وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له کبله په چارسده کې ومړ او هملته په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د اکرام الله ګران غزل د جیندي د سیند د اوبو په شان نرم ، پوست او روان دی، موسیقي پکې نغښتې ده او د وخت کره ترجماني کوي. د سندرو امېل خپرونه هارون باچا تاسو لپاره جوړوي.