د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ښونکیو ته د کورونو لپاره د ځمکو وېش پيل شو


د افغانستان د ښونې سر پرست وزیر او د ننګرهار سرپرست والي خیوه کې د پروژې د افتتحاح پر مهال
د افغانستان د ښونې سر پرست وزیر او د ننګرهار سرپرست والي خیوه کې د پروژې د افتتحاح پر مهال

د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې ښونکیو ته په دوه سوه جریبه سرکاري ځمکه د کورونو لپاره د نمرو (پلاټونو) ويش پيل شو چې اوه نيم سوه استاذانو ته به په کې نمرې ورکول کیږي.

د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې ښونکیو ته په دوه سوه جریبه سرکاري ځمکه د کورونو لپاره د نمرو (پلاټونو) ويش پيل شو چې اوه نيم سوه استاذانو ته به په کې نمرې ورکول کیږي.

د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ دافغانستان د پوهنې سرپرست وزیر او د ننګرهار ولایتي چارواکو د يوې غونډې په ترڅ کې د معلمينو په ښارګوټي کې د ښوونځيو استازانو ته د کورونو لپاره د ځمکو توزیع پيل کړه.

د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل په یاد ښارګوټي کې ښوونکو ته د ځمکو د توزیع پرمهال مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: دغه ښارګوټي چې په دوه سوه جریبه ځمکه به جوړ شي، اوه سوه تنو استازانو ته به په کې د کورونو لپاره نمرې ورکړل شي.

(( د خيوې دغه ښارګوټی شاو خوا دوه سوه جريبه ځمکه کې جوږيږي چې اوه سوه نمرې به د خيوې ښوونکو ته ويشل کيږي، هڅه روانه ده چې د ننګرهار ټولو ښوونکي ته ځمکې پیدا کړو او ښارګوټي ته ورته جوړ کړو.))

د خيوې ولسوالۍ ښوونکي خوشاله وو چې د کورونو لپاره ورته په نوي ښارګوټي کې نمرې ورکول کيږي. د معلم معشوق په نوم يو تن په خپلو خبرو کې وويل:


(( محترم وزير صیب سره له ډيرو زیاتو مصروفيتونو د خيوې د معلمينو د ښارګوټي د افتتاح په مناسبت له موږ سره په دې سپيره او وچ ډاک ګدون کړی، د ښوونکو په استازيتوب ترې مننه کوم. موږ لپاره همداسې ښوونکي پآله او معارف پاله شخصيتونه په کار دي.))

د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د پوهني وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې د تعليم د معيار تر څنګ د ننګرهار د ښوونکو په تشکیلاتو کې زیاتوالی وکړي.

(( مشکلات په معارف کې زیات دي، موږ وايو چې له تعمير سره به هم ګوزاره کوو، مګر د تشکیل سره ګوزاره نه کيږي، بايد مکمل موجود وي، هغه څه ډول چې زموږ ضرورت او اړتیا وي. زموږ د ښوونځيو او معارف په اړه بايد پوره توجه وشي.))

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر محمد اصف ننګ د ننګرهار ولایتي چارواکو ته ډاډ ورکړ،چې دوی به د معارف په برخه کې د زده کوونکو او ښوونکو لازمه اړتیا پوره کړي.

(( معلم بايد د کفيت له لحاظه، د پوهې له لحاظه ډير غني کړو، تر څو چې ستاسو بچو ته داسې تعليم ورکړي، چې هغه سبا د دغه ډاګ او بيابان نه ګلستان جوړ کړي.))

د پوهنې وزارت د مسوولینو په وینا دوی په ننګرهار کې ښوونکو ته اتلس ښارګوټي په پام کې لري چې په یوولسو ښارګوټو کې د نمرو د ويش کار پيل شوی او ډير ژر به په نورو ښارګوټو کې هم د نمرو د ويش لړۍ پيل کړي.

XS
SM
MD
LG