د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې بېلتون پالي لا پیاوړي شوي


د بلوچستان لیبریشن فرنټ مشر الله نظر بلوڅ
د بلوچستان لیبریشن فرنټ مشر الله نظر بلوڅ

د ورځپاڼې په باور په بلوچستان کې د بیلتون پالو ډلو ترمنځ همکاري مخ په زیاتېدو ده او دې همکارۍ دبلوچستان صوبايي حکومت او امنیتي ادارې د اندېښنو سره مخ کړي دي.

له پاکستانه په انګلیسي ژبه خپرېدونکې ورځپاڼه ټایمز لیکي : کله چې تېر کال په بلوچستان کې د دوو بیلتون پالو ډلو بلوچ لیبریشن ارمي او یونایټډ بلوچ ارمي ترمنځ په جګړه کې د یوې ډلې یو کمانډر او څلور نور جنګیالي ووژل شول نو داسې ګومان کېده چې په بلوچستان کې به د یاغیتوب د کړکیچ د ختمېدو لپاره لاره هواره شي، خو داسې نه ښکاري چې په بلوچستان ایالت کې دې د بیلتون پالنې څپې کمې شوې وي.

د ورځپاڼې په باور په بلوچستان کې د بیلتون پالو ډلو ترمنځ همکاري مخ په زیاتېدو ده او دې همکارۍ دبلوچستان صوبايي حکومت او امنیتي ادارې د اندېښنو سره مخ کړي دي.

ټایمز ورځپاڼه لیکي په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان حکومت په بلوچستان کې د بیلتون پالو وسله والو ډلو د ختمولو لپاره د یوې تګلارې له مخې ددغو ډلو د غړو نخښه کول پیل کړل او دا د بلوڅو پرضد د حکومت د یو منظم جنګ پیل و ، چې په چا به یې معمولي هم شک راغلو نو هغه به یې ختمولو.

دپاکستان حکومت د بلوچستان د بیلتون پالو ډلو په منځ کې خپل لاس پوسي کسان هم ورګډ کړل ، څو ددغو ډلو ترمنځ اختلافات پیداشي. د پاکستان حکومت ځینې اجرتي ډلې هم پیداکړې چې بلوڅ بیلتون پاله ډلې يې په نخښه کولې، په دوی کې یوه هم د شفیق منګل ډله وه. د حکومت د یوې بلې ستراتیژۍ له مخې د ازادخیالو بلوڅو ډلو د مخنیوي لپاره په بلوڅ میشته سیمو کې د مذهبي مدرسو جال خور کړی شو.

د ټایمز ورځپاڼې ددې مقالې لیکوال په اخره کې لیکي که د چا داخیال وي چې په پورته ذکرشویو کړنلارو به بلوچوستان کې د بیلتون پالنې د تحریک مخه ونیول شي، نو دا هسې ځان له زړه ښه کول دي.

XS
SM
MD
LG