د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: هره ورځ د بشري حقونو ورځ ده


د افغانستان په خيتځ کې د بشر د حقونو خپلواک کميسون وايي چې په تيرو نهو مياشتو کې تر شپاړس سوه تنو پورې ملکې وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په زیاتو پيښو کې د دولت وسله وال مخالفين لاس لري.

د افغانستان په خيتځ کې د بشر د حقونو خپلواک کميسون وايي چې په تيرو نهو مياشتو کې تر شپاړس سوه تنو پورې ملکې وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په زیاتو پيښو کې د دولت وسله وال مخالفين لاس لري.

د افغانستان په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې صابرينې حميدې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وويل:

(( د ۱۳۹۳ کال په نهو مياشتو کې موږ ۱۶۰۶ تنه د ملکي افرادو مرګ ژوبله لرو چې په دې کې ۴۰۱ تنه وژل شوي او ۱۱۱۵ تنه ټپیان لرو. کوم راپور چې تهيه شوی لوړ ګراف په کې د دولت د مخالفينو له خوا نه دی. موږه د قضایاوو لوړ ګراف هم د ننګرهار پورې تړاو پیدا کوي، په دويم قدم کې زموږ د لغمان ولايت پيښې دي په دريم قدم کې د کونړ ولايت او په څلورمه برخه کې د نورستان ولايت پيښې دي.))

صابرينه حميدي وړاندې وايي چې په تيرو نهو مياشتو کې له دوی سره د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څه کم سوه پيښې پيښې ثبت شوي دي.

(( د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۱۹۰ پيښې لرو او ۱۴۱ هغه نور موارد شکايات دي چې په دې کې ۵۰ د نقض موارد دي، د نقض مواردو کې بیا جګ ګراف د ملکيت نقض دی او د شخصي ازادۍ او مصوونيت د نقض په جګ ګراف کې واقع دي.))
د بشر د حقونو نړيواله ورځ په ۱۹۴۸ کال د يوې اعلامېې په اساس د اتباعو د بنیادي حقونو د تحقق لپاره پرته له کوم توپير تصویب شوې او افغانستان دولت ورته په همغه لومړنيو کلونو کې ژمنتیا ښودلې، چې هر کال د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې نمانځل کيږي.

XS
SM
MD
LG