د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ملي اردو اوس مسلکي شوې ده"


د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال دادن لونګ سره په جلال اباد کې د مشال راډيو خبريال يوه مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د دولت د وسله والو مخالفینو په وړاندې د افغان ملي اردو ځواکونو مورال څنګه دی؟

د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال دادن لونګ سره په جلال اباد کې د مشال راډيو خبريال يوه مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د دولت د وسله والو مخالفینو په وړاندې د افغان ملي اردو ځواکونو مورال څنګه دی؟ جنرال لونګ په ځواب کې وايي:

د افغانستان وسله وال فوځ ( ملي اردو) يوه خاصه انګيزه اسلامي انګيزه لري، يوه ملي انګيزه لري، لوږ افغاني مورال لري، لوړ غيرت لري، په ډیر لوړ مورال سره هغه تهديدونه چې په شرقي زون کې پيدا کيږي، هغه تهديدونه به ټول ختموي او خپلو هيوادوالو ته به ډاډمنه د سولې او امن فضا تامینوي. زموږ ملي اردو اوس ښه روزل شوې ده، په ښو مدرنو وسلو او تهجیزاتو سمبال ده. په لوړه کچه يې تعليمات تر سره کړي دي، اوس ملي اردو مسلکي شوې ده او اوس د دې جوګه شوې ده چې په لوړ مورال له خپل وطن نه دفاع وکړي.

مشال راډيو:
جنرال صیب دادن لونګ، اوس چې د ملي اردو په واک هوايي ځواک هم ورکړل شوی، په محاربوي ډګر کې يې څومره اسانتياوې په لاس درکړي دي؟

جنرال دادن لونګ:
د افغانستان ټول محاربوي صنفونه اوس فعال دي، د هغوی په څنګ کې زموږ هوايي ځواکونه هم فعال دي، موږ د انتقالاتو، اکمالاتو او دسانس په برخه کې د مي ۱۷ چورلکو څخه استفاده کوو او د هغوی د حمايه په خاطر د مي ۳۵ چورلکو څخه استفاده کوو چې توپدارې چورلکي دي، محاربوي چورلکې دي، چې د دښمن پټنځایونه پيدا کوي او په هغوی باندې مرګونې ګوزارونه کوي. د هغوی پټنځایونه له منځه وړي، او د دښمن مهمې قرارګاوې چې چيرته پیدا کوي او يا هغه ګروپونه چې مقاومت کوي په ډير دقت سره يې له منځه وړي.

مشال راډيو:
د ملي اردو په واک کې يوازې چورلکې دي، که جیټ طیارې هم شته؟

جنرال دادن لونګ:
جیټ طیارې به هم تر لاسه کړو، خو اوس په دغه تهديداتو او په دغه عملياتو کې زموږ لپاره همدغه چورلکې کفايت کوي.

مشال راډيو:
جنرال صیب ويل کيږي چې په کومو سيمو کې تاسو عمليات تر سره کړئ، هلته ورځ دوه پس بيرته وسله وال مخالفين ځالې جوړوي، آیا تر عملياتو وروسته تاسو هلته امنيتي پوستې نه جوړوئ؟

جنرال دادن لونګ:
اوس موږ د خلکو ملاتړ تر لاسه کړی دی، زموږ ولسونو اوس په ملي اردو باندې باور پيدا کړی دی چې له دوی څخه دفاع کولی شي، موږ هلته په محلاتو کې د عملياتو په دوران کې له مشرانو سره، له خلکو سره شوراګانې جوړوو، هغوی له خپل دولت نه له خپلو خلکو نه ملاتړ کوي. هغوی د خپلو سيمو د ساتلو لپاره بډې رانغښتي دي. او هغه ځای کې چې ضرورت وي، موږ د دوی په خوښه هلته محلي پوليس ځای په خای کوو، هلته موږ امنيتي پوستې ځای په ځای کوو، انشاالله چې بیا به دښمن ته دا زمینه برابره نه شي چې نور په کلو بانډو کې ځای پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG