د ننګرهار چارواکي وايي، تيره ورځ چې د خوګیاڼو ولسوالۍ کږې بازار په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چادونې ۳۴ تنه ټپیان کړل.
چاودنه په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې ملا امام د جمعې د لمانځه خطبې ته ځان جوړاوه.د خوګياڼو ولسوال نعمت الله نورزي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چېد جومات د محراب تر څنګله مخکې نه بم ځای پر ځای شوی و، چې د خطبې پر مهال وچادوېدو او ۳۴ تنه يې ټپیان کړل.
((پاو باندې يوه بجه وه، چې په داخل د مسجد کې د محراب لاندې يو ماين و چې انفجار يې وکړو چې د ملا امام په ګډون ۳۴ تنه زخميان شوي، مرګ نه لري الحمدلله. دغه ډيره ناخوانه او نامردانه پيښه وه چې د خوګياڼو ولسوالۍ کې رامنځته شوه. د شپږ کسانو حالات لږ سخت دی، ټول زخميان چې دي، ملکي وګړي دي. سپين ږيري دي چې د اویا اتيا کلونو عمرونه لري.))
د خوګيانو ولسوالۍ مرکزي روغتونته د پيښې ګڼټپیان وروړل شوي وو. يو تن ټپي د خپلو سترګو لیدلي حال له مشال راډيو سره څه دا رنګه شريک کړو.
((زه په دې اول صف کينم، له ډیر وخت نه، دې محراب ته نيږدې کينم. چې سنت مو وکړل، نو مولوي صیب لا خطبه نه شروع کړې، هغه بل ملا د خطبې اذان ته ځان جوړاوه چې دې وخت کې يو درز شو، نور په ځان پوه نه شوم))
يو تن چې ياد جومات ته د لمانځه ادا کولو لپاره ورغلی و او پيښه يې له نيږدې څخه ليدلې وه. مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: هغه څوک چې مسلمان وي، هيڅکله به په جومات کې د مسلمانانو وینه تویه نه کړي.
((ټول جومات ته راغلي وو. ملا صیب شمشپور د خطبې اذان کولو، مولوي نورالله د خطبې په ځای کې ناست و، الله اکبر يې وکړ، چې اشهدالله ته ورسېدو، انفجار وشو. خلک له جومات نه په وتو شول، ۷۰کلن، ۸۰ کلن خلک ناست و، دا خو د مسلمان کار نه دی.))
د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين د پيښې د غندلو تر څنګد خوګياڼو ولسوالۍ له مسوولينو او امنيتي ادارو نه جدي غوښتنه کړې چې پېښه په دقیق ډول وڅيړي ، عاملين يې پيداکړي او دقانون منګولو ته يې وسپاري.