د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپاکستان وزیراعظم له چینه هیواد ته ستون شو


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف

د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف چین ته د درې ورځني سفر او هلته د یو لړ تړونونو له لاس لیکولو څخه وروسته د یکشنبې په ورځ بیرته پاکستان ته راوګرځید.

چین ته د سفر پرمهال نوموړي د لوړ پوړو چینايي چارواکو سره ملاقاتونه وکړل او همدارنګه یې د ایشیا بحر الکاهل اقتصادي غونډې ته وینا هم وکړه.

د نوازشریف ددې سفر پرمهال اسلام اباد او بیجنګ د انرژۍ ، سرکونو ، اقتصادي راهدارۍ او د ګوادر د بندر په اړوند یو شمیر لوظنامې او مفاهمتي یادښتونه لاس لیک کړل.

د چین حکومت ژمنه وکړه چې په پاکستان کې به په بیلا بیلو څانګو کې د درې څلویښتو اربو ډالرو پانګه اچونه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان چین ته د وزیر اعظم نواز شریف سفر ګټور بولي. د اقتصادي چارو کارپوه او خبریال محمد علي وايي :

(( درې څلور لویې معاهدې شوي چې د پاکستان خرابې اقتصادي ودې لپاره ګټورې دي. د پاکستان د خرابې اقتصادي وضعې د ښه کولو لپاره ډیره ضروري ده چې دلته بهرنۍ سرمایه کاري وشي. د نورو سیمه ایزو هیوادونو په پرتله که پاکستان چین سره اقتصادي اړیکې پياوړې کړي نو ګټه به یې ډیره وي. ))

په دې سفر کې چینايي چارواکو د پاکستان له وزیر اعظم نه دا غوښتنه هم وکړه چې د ایسټ ترکستان مومنټ په نوم د دوسله والې ډلې پرضد دې اقدامات وکړي، نو پاکستان له پاره دا څه مانا لري او څومره ورته ممکنه ده چې د یادې وسله والې ډلې پرضد اقدامات وکړي. دپاکستان پخوانی ډګرمن محمود شا یې په اړه مشال راډیو ته وویل :

(( په دغه غورڅنګ کې د پاکستان رول ډیر کم دی، خو بیا هم د روانو پوځي عملیاتو کې به دغه هم ختم شي. د مشرقي ترکستان غورځنګ د چین د سنکیانګ سیمې د مسلمانانو تنظبم دی او زیاتره فعالیتونه هملته کوي، خو په پېښور کې هم دوی په پټه استوګنه لري او پیغام پاڼې چاپوي. ))

چین په وار وار پر پاکستان تور لګولی چې د یادې وسله والې ډلې روزونکي په پاکستان کې موجود دي او پاکستاني حکومت له پکار دي چې پرضد یې کار روايي وکړي.

XS
SM
MD
LG