د ننګرهار د ولایتي شورا د لوړې مراسم د شنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې تر سره شول چې وکيلانو په کې ژمنې وکړې چې د قانون په چوکاټ کې به خپل ولس ته خدمت کوي.
د ولايتي شورا د لوړې په مراسمو کې د ننګرهار په يو شمير ولایتي چارواکو سربيره د ولسواليو په کچه قومي سپين ږيرو او د مدني ټولنو يو شمير استازو ګډون کړی و.
دغه مراسم چې د شنبې په ورځ د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې تر سره شول، مولوي عطاالله لودين له نويو وکيلانو څخه لوړه واخيسته.
« د لوی خدای ج په نامه لوړه کوم، چې د اسلامي حکمونو، د اساسي قانون او نورو قوانينو د ارزښتونو په رڼا کې، د هر ډول تبعیض پرته، د ملي يو والي د ټينګښت، د هيواد د لوړو ګټو د ساتلو په منظور، په بشپړه ايماندارۍ او رښتينولۍ، خپلې دندې سر ته رسوم. ومن الله توفيق.»
ښاغلي لودين په خپلو خبرو کې وکيلانو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل ولس خدمت د قانون په چوکاټ کې تر سره کړي.
« محترمو نويو وکيل صاحبانو، دې کې شک نشته چې تاسو د انتخاباتو په سلسله کې ډيره مقابله وکړه، احتیاج مو تیر کړ، تاوانونه مو وشول او ډير امنیتي خطرات مو وګالل. په دې کې به ستاسو د خلکو سره رقابتونه راغلي وي، یو چا به ستاسو په خلاف باندې کمپاین کړی وي، تاسو ته به يې رايه نه وي درکړي، خو نن تاسو د ټول ننګرهار د خلکو استازي یاست، د خپلو کړنو او اجراتو په سلسله کې به هم دا حسد په نظر کې نه راولئ چې احمد، محمود او محمودي ما ته رایه نه وه راکړې، زه به نن د هغوی کارونه نه کوم.»
د مدني ټولنو په استازولۍ ډاکټر خوشحال تسل په خپلو خبرو کې وويل چې که د ننګرهار ولایتي شورا د سولې د راتګ او د ننګرهار د خلکو د سوکالۍ لپاره کار کوي، نو مدني ټولنې له يې ملاتړې وي.
« موږ به د دوی ملاتړو او د دوی نه به غوښتنه کوو، ترڅو د ولایتي ادارو سره په تفاهم باندې، د ننګرهار د خلکو د حقوقو لپاره، د خلکو د سوکالۍ لپاره، د سولې د راتګ لپاره، د پرمختګ لپاره په بيلابيلو سکتورونو کې چې موږ يې مخکې یادونه وکړه، دوی دې ګامونه واخلي انشاالله ولس له دوی سره ملګری دی.»
ذبيح الله زمري چې په تیره دوره کې هم د ولایتي شورا وکيل او دا ځل هم د خلکو په رايو بریالی شوی، مشال راډيو سره په خبرو ولس ته د خدمت کولو ژمنه وکړه.
« دا چې د دویم ځل لپاره بیا هم ولس په موږ اعتماد کړی دی، موږ ارزو لرو او دا زموږ خپل ايمان سره، خپل وجدان سره او خپل خدای سره تعهد او وعده ده چې د خپل توان سره سم به د خلکو اعتماد هم ساتو او د خپلو ولسونو د خدمت مصدر به ګرځو.»
ياده دې وي چې د ننګرهار ولایتي شورا ۱۹ ته نولس تنه غړي لري چې څلور يې ښځينه دي چې د دوی له ډلې به د خپل منځي ټاکنو په اساس دوه تنه مشرانو جرګې يا سينټ ته ورپيژندل کيږي چې دوه تنه به له هغو پاتې شويو وکيلانو څخه راوستل کيږي چې تر نورې هغو يې رايې زیاتې وې.