د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بلوچستان خبریالانو ستونځې به تر وزیراعظمه رسوم'


د پاکستان برېښنا او اوبو دولتي وزیر عابد شېر علي
د پاکستان برېښنا او اوبو دولتي وزیر عابد شېر علي

وفاقي دولتي وزیر وویل، د بلوچستان خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې دی به د پاکستان له وزیراعظم او د کورنيو چارو له مرکزي وزیر سره د دوی ستونزه وڅېړي. د نوموړي په خبره د خبریالانو سرژغورنه د مرکزي او صوبايي حکومتونو ذمه واري ده.

په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د خبریالانو علامتي بهوک هړتالي کمپ نن «پنجشنبه» پر درېيمه ورځ هم لګېدلی دی. دوی وايي، دا کمپ به دوې ورځې نور هم دوام ولري.

د پنجشنبې غرمه مهال د پاکستان برېښنا او اوبو دولتي وزیر عابد شېر علي دغه کمپ ته ورغلی، او خبریالانو ته يې بارو ورکړی چې ددوي د ساتنې لپاره به هم مرکزي حکومت او هم صوبايي حکومت جدي ګامونه اخلي. د شېرعلي په خبره ددوي حکومت د بلوچستان له خبریالانو سل په سله ملاتړ کوي، او د بلوچستان خبریالانو ته ورپېښې ستونځې به د پاکستان تر وزیراعظمه رسوي.

؛ زه به په همدې د پاکستان له وزیراعظم او د کورنيو چارو له مرکزي وزیر سره هم خبرې کوم. او ستاسو تحفظ زموږ د مرکزي حکومت هم او د صوبايي حکومت هم ذمه واري ده؛.

عابد شېر علي په دې احتجاجي کمپ کې له رسنيو سره په خبرو کې زیاته کړه، خبریالان د خپل قلم له لارې جهاد کوي، او ددوي د حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې همدا کړنلاره ده چې خبریال که ددوي د حکومت او ګوند پر ضد هم څه ليکي، نو په سړه سینه به يې زغمي. عابد شېر علي وايي، د لوي اختر وروسته به بیا هم کوټې ته راځي، او دلته به د صوبې له لوړپوړو چارواکو سره په دې هکله خبرې کوي.

؛ زه تر اختر وروسته هم راځم. او زما به دا خواهش وي، چې د خبریالانو يو پلاوی به له وزیراعلی، ګورنر او صوبايي وزیرانو سره کښېنو، اوکه خدای کول تاسو ته به هلته هم د مرکزي حکومت له خوا به ستاسو د ساتنې لپاره هر ممکمن قدم اخیستل کېږي. او ستاسو په دې جهاد کې موږ له تاسو سره ملګري يو؛.

د بلوچستان خبریالانو وروسته له هغه په احتجاج لاس پورې کړ، چې په تېر اګست مياشت کې نامالومه وسله والو د دوو خبریالانو په شمول درې تنه وژلي وو. او تر اوسه يې لا هم په تور هيڅ مشکوک کس نیول شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG