د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې په راوستو کې د دیني عالمانو کردار


په افغانستان کې د دیني عالمانو د غونډې یو اړخ
په افغانستان کې د دیني عالمانو د غونډې یو اړخ

د سولې په راوستو کې د علمای کرامو د کردار په اړه په جلال اباد کې يوه غونډه وشوه چې د ختيخو ولايتونو پر علمای کرامو سربيره په کې د اردون هيواد علماوو هم برخه اخيستې وه او د امن په راوستو کې يې خپلې تجربې له افغان علماوو سره شريکې کړې.

جلال اباد: د سولې په راوستو کې د علمای کرامو د کردار په اړه په جلال اباد کې يوه غونډه وشوه چې د ختيخو ولايتونو پر علمای کرامو سربيره په کې د اردون هيواد علماوو هم برخه اخيستې وه او د امن په راوستو کې يې خپلې تجربې له افغان علماوو سره شريکې کړې.

د سولې په راوستو کې د علمای کرامو د کردار تر سرليک لاندې دغه غونډه د ننګرهار د سولې کميټې د ددغه ولايت د اوقافو رياست په مرسته جوړه کړې وه چې په ننګرهار سربیره په کې د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو علمای کرامو هم برخه اخيستې وه.

د ننګرهار د حج او اوقافو سرپرست ريس محمد اکرام هاشمي د غونډې په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل ً د افغانستان ملت يو مسلمان ملت دی او دوی د علمای کرامو خبرې ډيرې ښې اوري، او په سوله باندې د الله تعالی په آیاتونو کې او د رسول الله (ص) په احادثو کې په دې باندې ډير زیات تاکيد شوی دی چې صلحه باید راشي. په همدې رابطه د ننګرهار ولایت ټول علما راټول شوي دي او د اردن له علماوو سره په همدې رابطه ناسته لريً.

د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين په خپلو خبرو کې وويل چې د علماو دا مسووليت دي چې خلک خير او سولې ته رابولي.

هغه وویل ً علما به د خپلو منابرو نه د فساد خبرې نه خوروي، د اختلاف خبرې به نه خپروي، خلک به په دين منسجم ساتي، په حقایقو باندې به يې منسجم ساتي، او د خیر، فلاح او صلحې خواته به د دوی دعوت اوسې. دا د علماوو مسووليت دیً.

د عیسی محمد القتاوالله په نوم يو تن اردني عالم مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ً علما د پيغبمرانو وارثان دي، سوله له دوی نه خلک زده کولی شي او بايد چې زده يې کړيً.

د مولوي زاهد الله په نوم يو تن مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې علمای کرام کولای شي چې د منابرو له لارې خلکو ته د امن پيغام ورکړي.

مولوي زاهد الله وویل ً علمای کرام بهتره کولای شي چې د امن لپاره او د سوکالۍ لپاره پیغامونه ورکړي، ځکه چې علمای کرام د ټولو عوام الناسو او د دې ټول ملک لارښوونکي دي، نو دوی کولای شي چې دې ټول ملک ته يوه سمه لار وښيي، نو په هغه وخت کې به امن راشي انشاالله ً.

په غونډه کې افغاني او اردني علماوو د سولې په اهيميټ او ضرورت د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې بیلابیلې مقالې ولوستې له علمای کرامو څخه په کې غوښتنه وشوه چې د ممبر لارې خپل ولس ته د سولې پیغامونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG