د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: چاودنې يوه ماشومه وژلې او پنځلس کسان يې ټپي کړي


په کوټه کې د پخوانۍ چاودنې عکس
په کوټه کې د پخوانۍ چاودنې عکس
کوټه: د کوټې د سرياب سیمې د پولیسو په خبره ، د شنبې په غرمه پر سریاب سړک چاودنه شوېده چې یوه ماشومه یې وژلې او پنځلس تنه یې نور ټپي کړي دي.

د سرياب د پولیسو مشر عمران قریشي مشال راډيو ته وویل چې دا برید په یوه رکشه کې د اېښودل شوو داسې بارودو په وسیله شوی چې په ریموټ کنټرول له چاودلي دي.

د عمران قرېشي په وینا ، په دې برید کې د یوې ماشومې د وژل کېدو تر څنګ د ملیشه ځواکونو د درو سرتېرو په ګډون پنځلس تنه نور ولسي وګړي ژوبل شوي هم دي.

وژل شوې ماشومه او ټپیان ټول د کوټې سرکاري روغتون ته رسول شوي دي. په سم دستي توګه د دې پېښې پړه چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG