د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:د پوليسي زده کړو لپاره ازموينه واخيستل شوه


په ننګرهار کې له هغو ځوانانو څخه چې د دولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي وو، په پوليس اکاډيمۍ کې د څلور کلنو زده کړو او په ترکيه هيواد کې د شپږ مياشتينو پوليسي زده کړو لپاره د کانکور ازموينه واخيستل شوه.

په ننګرهار کې له هغو ځوانانو څخه چې د دولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي وو، په پوليس اکاډيمۍ کې د څلور کلنو زده کړو او په ترکيه هيواد کې د شپږ مياشتينو پوليسي زده کړو لپاره د کانکور ازموينه واخيستل شوه.


امنيتي چارواکي وايي چې په ازموينه کې بريالي ځوانان به له زده کړو وروسته د پوليس افسرانو په توګه په دندو ګمارل کيږي.


دغه ځوانان چې شمير يې څه باندې پينځه سوو تنو ته رسيدو، د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې ترينه د چارشنبې په ورځ ازموينه واخيستل شوه. د ازموينې پر مهال د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« نن د ننګرهار ولايټ جلال اباد ښارته د ختيځ زون په سطحه ځوانان راغلي چې د افغانستان د پوليسو اکاډيمۍ لپاره د ۵۲۰ تنو څخه به امتحان واخيستل شي. د دوی له جملې څخه هغه ځوانان چې د پوليسو اکاډيمۍ نه فارغيږي، هغه څلور کلنه دوره ده چې هغه به د رسانس په درجه او دويم څارن په رتبه فارغيږي او هغه ځوانان چې ترکيې ته د شپږ مياشتني کورس لپاره ځي او کاميابيږي، هغه به شپږ مياشتې کورس وايي او رتبه به يې دويم ساتنمن وي.»


د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان د خاورې بشپرتيا له همدغه شان ځوانانو پورې تعلق لري.

« ډير خوشحاله يم د مملکت د انکشاف او د ودې او ترقۍ لپاره په اکاډيميک ماحول کې نن د هغې غونډې شايد يم چې انشاالله د دې امتحان په نتيجه کې به زموږ يو شمير ځوانان د لوړو او اکاډيميکو زده کړو لپاره په داخل د هيواد او له هيواد نه بيرون تعليمات تر سره کوي. د افغانستان د خاورې بشپړتیا، تاسو ځوانانو پورې تعلق لري.»

په دغه ازموينه کې په سلګونو تنو ځوانانو ګډون کړی و او تمې يې لرلې چې له برياليتوب وروسته به خپل وطن ته د خدمت جوګه شي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« ذهين ناصري يم، د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د بينګا د کلي اوسيدونکي يم. زه راغلی يم چې نن په نظامي بخش کې امتحان ورکړم او په اينده کې د افغانستان له خلکو څخه دفاع وکړم.»

« زما نوم عبدالجبار دی، د کانکور امتحان مې ورکړی و، د کانکور امتحان کې بې نتیجې راغلی وم. اوس د پوليس اکاډيمۍ لپاره امتحانونه اخيستل کيږي او ما هم په کې برخه اخيستې، غواړم چې په نښو نمبرو بريالی شم او په ترکيه کې درس ووايم.»

چارواکي وايي، هغه ځوانان چې پوليس اکاډيمۍ ته بريالي کيږي، له نورو سهولتونو تر څنګ به هر تن ته په لومړي کال کې به د مياشتې زر افغانۍ، په دويم کال کې يو نيم زر، په دريم کال کې به دوه زره افغانۍ او په څلورم کال کې به دوه نيم زره افغانۍ د جيب خرڅ لپاره ورکول کيږي.
XS
SM
MD
LG