د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اېتلافي حکومت کې بیا اختلافات رامنځ ته شول


د پاکستان مسلم لیګ ن وزیرانو د دوشنبې په ورځ د صوبايي کابینې په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ. د صوبې وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ تردې وروسته نه يواځې د کابینې غونډه وځنډوله، بلکې د دې اختلافاتو ختمولو لپاره د مسلم لیګ ن د صوبايي مشر او د بلوچستان د مشر وزیر نواب ثناء الله زهری کور ته ورغلی.

په داسې حال کې چې د بلوچستان د صوبايي حکومت يو پارلیماني کال لا هم پوره شوی نه دی، د دغه حکومت د اتحادي ګوندونو تر منځ اختلافات پيدا شوي. او دا اختلافات اوس تردې ځایه رسېدلي، چې د پاکستان مسلم لیګ ن وزیرانو د دوشنبې په ورځ د صوبايي کابینې په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ. د صوبې وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ تردې وروسته نه يواځې د کابینې غونډه وځنډوله، بلکې د دې اختلافاتو ختمولو لپاره د مسلم لیګ ن د صوبايي مشر او د بلوچستان د مشر وزیر نواب ثناء الله زهری کور ته ورغلی.


دا چې د دوی تر منځ کومې خبرې وشوې، دا مالومه نه شوې، خو ډاکتر عبدالمالک بلوڅ تردې ملاقات وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دی د نواب زهري د پخلا کېدو لپاره نه، بلکې د هغو وړو وړو ستونځو د هوارولو لپاره یې کور ته ولاړ، چې د اعلا وزیر په خبره په حکومت کې د اېتلافي ګوندونو تر منځ اکثره پېښېږي. او دا دومره لویه ستونځه نه ده.

؛دا يو اېتلافي حکومت دی. او په اېتلافي حکومت کې مشکلات راځي. لاکن دلته سنجيده خلک ناست دي. د اتحادي ګوندونو تر منځ چې کومې مسلې هم دي، مخکې مو هم په ګډه ناسته د دغو ستونځو د ختمولو هڅه کړې، اوس هم که شته، موږ به د هوارولو هڅه کوو. او که په مستقبل کې هم راځي، نو هڅه به کوو، چې هوارې يې کړو؛.

د ډاکتر مالک بلوڅ د دې ستونځو په هکله د هوارولو خبرې يوې خواته، خو بلي خواته د ن لیګ د صوبې مشر نواب ثناء الله زهري تردې ملاقات وروسته يو وارې بیا وویل، چې خبره د ده له لاسه وتلې، او د ګوند د ملګرو او وزیرانو پرېکړې ته به غاړه ږدي. چې وروستۍ پرېکړه به یې له وزیراعلی سره تر يوې ګډې غونډې وروسته کېږي. زهري له رسنيو سره په دې خبرو کې زیاته کړه.

؛اوس زه تاسو ته څه ووایم. زه خو په رسنيو کې د ډېرو خبرو والا هم نه یم. خو زه د مشر وزیر په هيث او ددې صوبې د تر ټولو لويې سیاسي ګوند پارليماني ليډر يم، چې اوس مو یو کال پوره کېږي، زه تراوسه خپل دفتر نه لرم. نو چې زما دا حال دی، نو د هغو نورو به څه حال وي؛.

پاکستان مسلم لیګ ن، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل ګوند او مسلم لیګ ق ګوندونو په ګډه شاوخوا اته مياشتې وړاندې په بلوچستان کې ګډ احتلافي حکومت جوړ کړی، چې د پاکستان د لومړي وزیر میانواز شریف په خوله د دې صوبې د اعلی وزیر څوکۍ نېشنل ګوند ته ورکړل شوه، چې په شمېر کې يې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ اوس هم تر مسلم لیګ ن او پښتونخوا ګوند کمې دي. همدې ته پام سره اوس مسلم لیګ ن ګوند وايي، دا چې د بلوچستان په اسمبلۍ کې تر ټولو سیاسي ګوندونو لوی ګوند دی، نو ولې لا هم د اعلی وزیر څوکۍ ډاکتر مالک بلوڅ ته پرېږدي. خو د دغه ګوند مرکزي مشر او د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف دا نه غواړي، چې د ده په لاس جوړ شوی حکومت د ده په موجودګۍ کې یو څوک ختم کړي.

د مسلم لیګ ن مرکزي فیصلې يوه لور ته، بل لور ته په کوټه کې د مسلم لیګ ن ځينو سرچينو د ږغ نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ویلي، مسلم لیګ ن او ق لیګ غواړي، چې په صوبه کې ځننه بلوچستان مسلم لیګ جوړ کړي، چې تر هغه وروسته به د ډاکتر مالک بلوڅ حکومت ختم کړي، او همدا د بلوچستان مسلم لیګ به بیا له ق لیګ او جمعیت علماء ف ډلې سره ګډ بل حکومت جوړ کړي.

په صوبه کې د اوسني حکومت د اطلاعاتو وزیر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پارلیماني ليډر عبدالرحيم زیارتوال دا ټول تورونه او خبرونه ناسم بولي. او وايي، د دوی د اتحادي ګوندونو تر منځ دومره لوی اختلافات لا هم نشته، چې حکومت ته دې خطره وي؛.

؛ کوچنۍ کوچنۍ ستونځې اکثره راځي. او دا په هر حکومت کې وي. او دلته له دې وجې راغلې، چې خپله ثناء الله زهری له تېرې يوې مياشتې راهیسې دلته نه وو، نو اوس چې دی راغی، موږ به سره کښېنو او دا ټولې ستونځې به په ګډه هوارې کړو؛.

بلي خوا ته مو د بلوچستان په سیاسي حالاتو له ژور نظر لرونکي خبریال سید علي شاه څخه وپوښتل، چې د حکومتي اتحادي ګوندونو تر منځ اختلافات شته او که نه؟ علي شاه يې په ځواب کې وویل، اختلافات دومره دي، چې اوس ورته سیاسی بحران ویلای شو.

؛په بلوچستان کې وار له مخه ستونځې بېخي زیاتې وې. دلته د امنيت مسله ده. چې دې حکومت يې د ښه کولو لپاره لومړی لا اعلان کړی دی. خو په داسې حال کې دلته اوس سیاسی بحران رامخې ته کېږي، چې نه يواځې د جمهوريت لپاره ښه نه دی، بلکې دغه د امنيت د ښه کولو لپاره چې کومې هڅې روانې وې، د هغه لپاره هم ښه نه دی؛.

د ویلو وړ ده چې په بلوچستان کې د يوولسم مۍ تر ټول ټاکنو وروسته د بلوڅو او پښتنو ملتپالو ګډ حکومت په لومړۍ ورځ دا اعلان کړی وو، چې په صوبه کې به ناامنۍ، پسماندګۍ او درغلیو ته د پای ټکی ږدي، خو د دغه حکومت د جوړېدو له لومړۍ ورځې راهیسې د اتحادي ګوندونو تر منځ په بېل بېل وختو کې اختلافات رامنځته شوي، چې لومړني هغه يې د وزارتونو د تقسیمولو پر سر وو، چې له همدې کبله د بلوچستان کابینې تر پنځه مياشتني ځنډ وروسته سوګنډ پورته کړ.
XS
SM
MD
LG