پېښور - د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک وايي، که وفاقي حکومت ورسره ملاتړ وکړي نو دوی وسله والو طالبانو ته د سیاسي دفتر پرانیستو ته تیار دي.
له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر وخت خټک وویل، له وسله والو طالبانو سره د خبرو په بهیر کې دې د قبایلي سیمو استازي هم شامل کړل شي.
دی وايي، له دفتره پرته نور هم ډېر څه طالبانو ته ورکولای شي.
دی وايي، د حکومتي کمېټۍ لپاره دوی د ګلزار خان نوم ورکړی دی چې هغه دې د پښتونخوا استازی کړي.
له نوموړي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.