د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاست کې د پوځ لاسوهنه نه منو. عثمان کاکړ


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر عثمان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر عثمان کاکړ

د پښتونخوا پارټۍ د حکومت مانا دا ده چې بیوروکریسي به د ولس په خدمت کې دروي، په سیمه کې هر یو بند سکول به خلاصوي او یو یو استاد به خپلې دندې ته حاضروي

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د پښتنو د ستر مبارز، سیاستوال او لیکوال خان عبدالصمد خان څلوېښتم تلین ولمانځل شو. د پښتونخوا ګوند د صوبې صدر عثمان خان کاکړ په دې تلین کې ګډون والو ته وویل ددوی حکومت راغلی او له سیاسته به د پوځ لاس وهنه ختموي؛.

د خان شهيد څلوېښتم تلین دا ځل په داسې حال کې ولمانځل شو، چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر بل هر وخت زیات دا ځل د صوبايي او قامي اسمبلۍ سیټونه ګټلي. او په صوبه کې يې له بلوڅ ملتپالو او پاکستان مسلم لیګ ن سره ګډ حکومت دی. که څه هم د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي څلوېښتم تلین د کوټې په شمول په خیبر پښتونخوا، افغانستان او يو شمېر نورو سیمو کې هم ولمانځل شو، خو د کوټې ولسي غونډه چې د همدې لپاره رابلل شوې، تر ټولو لویه هغه وه.

د پښتنو ستر مبارز، لیکوال او ملتپال سیاستوال خان عبدالصمد خان اڅکزی چې په خان شهيد هم شهرت لري، په ۱۹۰۷ عیسوي کال کې د ګلستان په عنایت الله کاریز سیمه کې زېږېدلی او يواځې تر اتم ټولګي پورې يې په مکتب کې زده کړي کړې. خو وروسته يې ټولې زده کړې په زندان او نورې یې د سیمې له دیني علماو ترسره کړې.

د خان شهيد د همدې څلوېښتم تلین په لړ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د کوټې په ساينس کې کالج کې يوه ولسي غونډه رابلل شوې، چې په کې د ګوند صوبايي او مرکزي غړيو، قبایلي مشرانو، سپين ږيريو، ځوانانو او د ګوند کارکوونکو ګډون درلود.

غونډې ته د وینا پر وخت د ياد ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ وویل ؛د دوی د مشرانو قربانيو او د ولس باور دوی ته حکومت ورکړی چې د ده په خبره د دوی حکومت به اوس له سیاسته د پوځ د لاس وهنې مخه نیسي؛.

عثمان کاکړ وویل:

؛ دا نن چې د پېسو لپاره پېښې کېږي. ارباب ظاهر يې وړی دی. ډاکتر مناف يې وړی وو. ججان يې تښتوولي، ماشومان او مېرمنې يې تښتوولې دي. دا زموږ وزیران ناست دي، او زموږ حکومت دی. همت به کوي ځکه چې د حکومت مانا دغه ده چې بیوروکریسي به د ولس په خدمت کې دروئ، په سیمه کې هر یو بند سکول خلاصوي او یو یو استاد به خپلې دندې ته حاضروي؛.

عثمان خان کاکړ ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه د صوبې حکومت به يې تر بل هر حکومت ولس ته زیاتې اسانتياوې ورکوي او په صوبه کې به د ټينګ امنيت لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي. د کاکړ په وینا د پاکستان پوځ اوس تر بل هر وخت په سیاست کې لاسوهنه کمه کړې، خو ادعا کوي، چې په بلوچستان، خیبرپښتونخوا او کراچۍ کې يې لا هم لاسوهنه روانه ده.

عثمان کاکړ زیاتوي:

؛ پوځ تر پخوا د پنجاب په سیاست کې لاسوهنه ختمه کړې ده. لاکن له بولانه تر چتراله په دې پښتونخوا کې يې بیا نن تر پخوا زیات لاسوهنه کوي. يو يې په کراچۍ کې کوي، چېري چې پښتون پروت دی. او بل يې له بولانه تر چتراله په پښتونخوا وطن کې کوي. ملک به نو ملک وي او پالیسي به يې هم يوه وي. که يو ځای لاسوهنه او مداخلت نه کوي، نو بیا يې بايد په يوه ځای کې هم ونه کړي؛.

د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي په دې څلوېښتم تلين کې د بلوچستان صوبايي وزیرانو او د اسمبلۍ غړيو هم ګډون درلود. چې ټولو يې په خپل وار سره د پښتانه او محکومو قامونو لپاره د خان شهيد هلو ځلو ته د عقیدت ګلونه وړاندې کړل.

د يادولو وړ ده چې خان شهيد د ډيسمبر په دومه نېټه د کوټې په جمال الدين افغاني سړک په خپل کور کې د شپې په خوب ویده په بمونو ووژل شو.

که څه هم د شهادت يې څلوېښت کاله پوره شوو، خو دا لا هم څرګنده نه شوه، چې عبدالصمد خان اڅکزی چا او په کوم تور وواژه. د هغه پلويان وايي د هغه چا په اشاره چې خان شهيد ووژل شو، هغه يې پېژندلي دي او د همده پر لاره به ټول ژوند د پښتنو د حقونو لپاره سیاسي او جمهوري هلې ځلې کوي.

هېره دي نه وي چې عبدالصمد خان اڅکزی له سیاستوال سره سره د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو يا سهېلی پښتونخوا لومړنی خبریال هم وو، چې په ۱۹۳۵ م عیسوي کال کې يې له کوټې د استقلال په نامه ورځپاڼه پېل کړه. شپږشپېته کلن اڅکزي په بېل بېل وختونو کې د ژوند نيمايي برخه مانا دري دېرش کاله په بند کې تېر کړل. خو له دې سره يې د پښتو ادب لپاره يو شمېر کتابونه لیکلي او ځيني نور يې ژباړلي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي غړی او صوبايي وزیر عبدالرحیم زیارتوال
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي غړی او صوبايي وزیر عبدالرحیم زیارتوال


XS
SM
MD
LG