مولوي عطاالله لودين د ننګرهار د نوي والي په توګه رسمي کار پيل کړ.نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې په ننګرهار کې به سوله راولي ، د اداري فساد مخه به نيسي او له ګاونډي هيواد پاکستان سره به د دوستۍ پر اساس اړيکې ټينګوي.
والي مولوي عطا الله لودين دا څرګندونې د يکشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې. دې غونډې ته د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د يو شمير غړو ترڅنګ د ننګرهار ولايت د بېلابېلو ولسواليو قومي مشران او دیني عالمان هم وربلل شوي وو.
مولوي عطا الله لودين پر دې مهال وویل : ً په مملکت کې په عامه توګه او ستاسو په ولايت کې په خاصه توګه یو شمېر مشکلات موجود دي. هغه د نا امنۍ او بې سوادۍ مشکلات دي چې دا يو اساسي عنصر دی او زيربينايي حيثيت لري. د اداري او اخلاقي فساد ملاحظات موجود دي. د قانون د نه پلي کېدو مشکل دی. او يو شمېر سر زوري چې د خلکو ژوند يې په خطر کې اچولی دی. دا او د دې تر څنګ نور چيلنجونه موجود دي. نو موږ به تر ټولو وړاندې د سولې په راوستلوکې لاس ورکوو.ً
مولوي لودين وايي چې له ګاونډي ملک پاکستان سره به د ورورۍ په فضا کې ژوند تيروو.
هغه زیاته کړه ً موږ د پاکستان له حکومت سره اوږده کرښه لرو. موږ له دې خپل ګاونډي سره د دوه اړخیز درناوي پر اساس د ژوند تيرولو اراده لرو. موږ هيڅکله خپل چارواکو او خپلو هيوادوالو ته د دې اجازه نه ورکوو چې د دوی په داخلي چارو کې مداخله ولري. هم داسې مو له دوی غوښتنه دا ده چې دوی به زموږ ملي حاکميت زموږ مځکنۍ بشپړتیا او زموږ استقلال ته په درنه سترګه ګوري.ً
مولوي عطاء الله لودین د ننګرهار ولايت دکامې ولسوالۍ اوسيدونکی دی. هغه لومړنۍ زده کړې د ننګرهار په نجم المدارس کې او لوړې زده کړې په سعودي عربستان کې تر سره کړې دي.
مولوي عطا الله لودين تر دې وړاندې د افغانستان د سولې عالې شورا مرسيتال وو. د ولسي جرګې په لومړۍ دوره کې د ننګرهار د خلکو استازی وو. نوموړي د ننګرهار د څارنوال او د کابل د محاکمو ريس هم پاتې شوی دی.