د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ملي امنيت يو تن ماشوم له تښتوونکو ازاد کړو


د ننګرهار د ملي امنيت په کوښښونو يو تن اوه کلن ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړی شو چې په تړاو يې دوه تنه مجرمان نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي

د ننګرهار د ملي امنيت په کوښښونو يو تن اوه کلن ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړی شو چې په تړاو يې دوه تنه مجرمان نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي.

يو تن اوه کلن ماشوم چې د جلال اباد ښار د يوه خصوصي ښوونځي په لومړي ټولګي کې يې زده کړه کوله، کابو څلويښت ورځې وړاندې تښتول شوی و چې تيره شپه د ننګرهار د ملي امنيت په هڅو د تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړی شو او دوه تنه مجرمان يې د قانون منګولو ته وسپارل شول.

د ننګرهار ولايت سرپرست محمد حنيف ګرديوال چې د چارشنبې په ورځ ازاد کړی شوی ماشوم خپل پلار ته د سپارلو پر مهال خبريالانو ته وويل:

د ننګرهار د ملي امنيت په کوښښونو يو تن اوه کلن ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړی شو چې په تړاو يې دوه تنه مجرمان نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي

د ازاد کړی شوي ماشوم پلار فرهاد وايي چې سړي تښتوونکو ترينه د زوی د خوشي کيدو په بدل کې پيسې هم اخيستې وې خو بيا يې هم ماشوم له ځانه سره ساتلی و.

د ننګرهار د ملي امنيت په کوښښونو يو تن اوه کلن ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړی شو چې په تړاو يې دوه تنه مجرمان نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي

په ننګرهار کې اکثره خلک په دې نظر دي سړي تښتوونکو ته سزا نه ورکول کيږي او په سفارش بيرته خوشي کيږي، خو د ننګرهار سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال وايي چې هر هغه څوک چې د سړي تښتوونکو سفارش ورکړي، دوی به هماغه د يوه مجرم په توګه د قانون منګلو ته سپاري.

(( چا چې د اختطاف چيانو او د دغه قانون خلاف ورزي چې څوک کوي، او د دوی سپارښتنې چې چا کولې موږ ته په لومړي قدم کې همغه مجرم دی.))

دی وايي چې د ننګرهار امنيتي ادارو د جرمونو په وړاندې خپل هڅې توندې کړي چې په تيرو څو ورځو کې يې ۱۳ تنه سړي تښتوونکي نيولې چې ډيرو يې په خپل جرمونه هم منلي دي.
XS
SM
MD
LG