د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ډاکټرانو مکمل کاربندیز اعلان کړ


ډاکترانو دا احتجاج له هغه وروسته پېل کړ، چې د صوبې يو مشر ډاکتر مناف ترین څه کم یوه میاشت وړاندې نامالومه وسله والو له کوټې څخه وتښتاوو .


په بلوچستان کې ډاکترانو د شنبې له ورځې په ټولو سرکاري روغتونو کې پوره کاربندیز اعلان کړ.

د چارشنبې پر غرمه د پاکستان ډاکټرانو اتحادیې په عمومي غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ممکل هړتال کولو اعلان یې ځکه وکړ چې لا هم حکومت د ډاکتر مناف ترین په راخوشي کېدو کې پاته راغلی دی.

د يادې اتحاديې د بلوچستان مشر ډاکتر سلطان ترین تر غونډې وروسته مشال راډيو ته وویل ؛له حکومته مایوسه شوي، ځکه يې همدا پرېکړه کړې؛.

د صوبې ډاکترانو تردې وړاندې په سرکاري روغتونو کې د څلور ساعته هړتال اعلان کړی وو، چې ورسره يې په سنډېمن روغتون کې د یوې علامتي نهرې هړتالي کېمپ هم لګولی دی.

ډاکترانو دا احتجاج له هغه وروسته پېل کړ، چې د صوبې يو مشر ډاکتر مناف ترین څه کم یوه میاشت وړاندې نامالومه وسله والو له کوټې څخه وتښتاوو .

تراوسه د نوموړي د تښتوولو مسوولیت کومې ډلې نه دی قبول کړی، خو په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې بیا بیا ډاکتران، وکیلان، سوداګران او نور شتمن خلک د پيسو لپاره تښتوول کېږي.
XS
SM
MD
LG