د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې ډیر پرمختګ کړی او د کامیابۍ ډیر پړاوونه یې ترسره کړي دي.
نوموړي وویل افغانستان اوس د نړیوالو ځواکونو ویستلو ته چمتو دی.
دا چې ولسمشر حامد کزی د چین په دوره دی نو پر ځای یې زلمي رسول د ملګرو ملتونو په غونډه کې برخه واخیسته. نور تفصیل د هدایت سلطاني په راپور کې.