د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې بیا زلزله، د اواران مړو شمېر ۵۱۵ ته ورسېد


کوټه - د پاکستان په بلوچستان او سېند کې بیا زلزله راغلې ده.


د امریکايي ځمکپوهنې سروې له وینا سره سم، زلزله د شنبې پر غرمې راغله چې د رېښتر پر درجې یې زور ۶،۸ وو.

د دې زلزلې مرکز په بلوچستان کې له اواران ولسوالۍ ۹۶ کیلومیټره لرې په شمال او شمال مشرق کې وو.

زلزله په ځمکه کې ۱۴،۸ کیلومیټره ژوره وه.

دې زلزلې د بلوچستان مرکز کوټې او سېند مرکز کراچۍ په ګډون ډېر لوی او واړه ښارونه ولرزول.

د شنبې پر غرمې په راغلې زلزلې کې د مرګ ژوبلې رپورټ خو نه دی راغلی البته د اواران په ځینو سیمو کې یې کورونه نړولي دي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۲۴مه په اواران کې زوروره زلزله راغلې وه چې په کې تر اوسه د وژل شویو شمېر ۵۱۵ ته رسېدلی دی.

د بلوچستان د حکومت یوه چارواکي بابر یعقوب چې د جمعې پر ورځ یې د زلزله ځپلې سیمې اواران لیدنه وکړه، د مړیو شمېر تایید کړ.

په اواران کې د وسله والو هلو ځلو د ژغورنې او مرستو چارې له ګواښ سره مخامخې کړې دي.

په بلوچستان کې بلوڅ ملتپاله وسله وال د پاکستاني امنیتي سرتېرو پر ضد جنګېږي او دې ته د ازادۍ د جګړې نوم ورکوي.

اواران او شا و خوا سېمې کېچ، خضدار، خاران، ګوادر، پنجګور او چاغي د ملت پالو بلوڅو مرکزونه دي.

د اواران اوسېدونکي شکایت کوي چې د سې شنبې له ورځې راهیسي ورته تر اوسه له بهره مرستې نه دي رسېدلې او په خپله له ستونزو سره مقابله کوي.
XS
SM
MD
LG