د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښين: د پولیس په ګډون شپږ تنه ووژل شول


چاودنه د پولیس پر ګاډي شوې
چاودنه د پولیس پر ګاډي شوې

د سیمې پولیس وايي؛ په ريموټ کنټرول چاودنه هغه مهال وشوه، چې د پښين د سي ايي اې پولیسو يوه ډله د معمول په ګزمه وه، درې پولیس سرتېري هم وژل شوي

د بلوچستان د پښين له ښاره په شاوخوا درې کیلوميتره واټن کلي سنګر ته څېرمه په يوه چاودنه کې د پولیسو په خبره شپږ تنه وژل شوي او درې نور يې ټپیان کړي دي.


د سیمې پولیس وايي ؛د ريموټ کنټرول له لارې چاودنه هغه مهال وشوه، چې د پښين د سي ايي اې پولیسو يوه ډله د معمول په ګزمه وه او په کې درې د پولیسو سرتېري هم ووژل شوو؛. پولیس زیاتوي په دې چاودنه کې درې ولسي وګړي هم وژل شوي دي. له سیمې د پولیسو يوه چارواکي چې نه غوښتنل نوم يې خپور شي، مشال راډيو پر ټيليفون وویل ؛چاودنه کلي سنګر يا ملایانو کلي ته څېرمه شوې، او اتو تنو پولیسو او اولسي وګړيو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده؛.

پولیس زیاتوي په چاودنه کې له اووه بیا تر اته کیلوګرمه پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي او د ریموټ کنټرول په مټ چاودل شوي. د رپوټ تر بشپړېدو پورې کومې وسله والې ډلې ددې برید مسوولیت قبول کړی نه دی.

له دې سره چې د بلوچستان په سرښار کوټه او بلوڅ مېشتو سیمو کې پر امنيتي ځواکونو بریدونه کېږي، خو د پښين په شمول په نورو پښتون مېشتو سیمو کې تراوسه د ناامنۍ پېښې د بلوڅ مېشتو سیمو په پرتله د نیشت برابري وې.

خو په دې وروستيو کې په بېل بېل پښتون مېشتو سیمو کې هم په پولیسو بریدونه شوي، چې په کې دوه پولیس سرتېري په مسلم باغ او درې بیا د لورالايي په زنګي وال سیمه کې د نامالومه وسله والو په بريدونو کې وژل شوي، چې مسوولیت يې کومې ډلې قبول نه دی.
XS
SM
MD
LG