د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۳۱ ټوپکوال طالبان د امن بهیر پلویان شول


د ننګرهار د سولې شورا ولايتي کميټې او ملي امنيت په هڅو د دولت يو ديرش تنه وسله وال مخالفين د د سولې له بهير سره د دوشنبې يا ګل په ورځ يو ځای شول.

جلال اباد: يو ديرش (۳۱) تنه د دولت وسله وال مخالفين له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د ننګرهار د سولې له شورا سره يو ځای شول. دوی وايي چې له دې وروسته به د مخالفت پر ځای د خپل دولت ملاتړي اوسي.


په دې موقع د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي تمه څرګنده کړه چې د سولې بهير سره يو ځای شوی ګروپ پاتې ژوند په سوله کې تير کړي.

(( د اچين ولسوالۍ څخه ۳۱ تنه طالبان د سولې د شورا په هلو ځلو او همدا رنګه زموږ د امنيت ملي په هلو ځلو او د قومي مشرانو په توسط يو ديرش تنه طالبان له خپلو وسلو راغلل او د سولې له پړاو سره يو ځای شول. خدای دې دې ټولو ته د خپل وطن په جوړولو او ابادولو کې توفيق ورکړي، زه اميد لرم چې دوی له پاک نيت نه راغلي دي.))

يو تن قوماندان وايي چې د تيرو پنځو کلونو راهيسې يې په بيلابيلو ولسواليو کې د دولت په ضد فعاليتونه تر سره کول:

(( نوم مې زما نوم اوري ګل دی د اچين ولسوالۍ اوسيدونکي يم. قوماندان وم، ملا رباني پورې موږ تړلي وو، موږ په دغه ځمکو کې چې نازيان ولسوالي، اچين ولسوالي، بټي کوټ کې مو څلور پنځه کال وشول چې فعاليت مو کولو. اوس د سولې پروسې ته راغلو او دا زموږ خپل وطن دی او نه غواړو چې دا خپل وطن نور ويجاړ او وران کړو.))

د خيري په نوم يو بل تن قوماندان چې د سولې بهير ته راګرځيدلی، په خپلو نورو ملګرو هم غږ کوي چې خپلې وسلې وغورځوي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.

(( موږ نور نه غواړو چې بې ځايه ويني تويې شي، او دا زموږ خپله خاوره ده، زموږ مور ده او موږ د دې مور دفاع د خپلې وينې په قيمت کوو. زما دا يقين او باور دی چې ډير ملګري به نور هم زموږ راشي او د دلته به دې خپل ګران ملت ته تسليم شي او خپل ګران ملت ته به په صادقانه توګه خدمت وکړي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی ظابط اميرمحمد وايي چې حکومت ته په کار دي چې د تسليم شويو ځوانانو امنيت وساتي او د کار زمينه ورته برابره کړي.

(( زما د دولتي چارواکو اوسولې شورا څخه دا خواهش دی چې د دې خلکو امنيت دې ونيسي، د کار زمينه دې ورته برابره شي چې موږ وکولای شو چې نور کسان هم تشويق کړو او د سولې له شورا سره يو ځای شی.))

د ننګرهار د سولې د شورا د ولايتي کميټې مشر ملک نذير وايي چې دوی ته به په مناسب وخت کې په کارونو وګمارل شي.

(( زه دوی نه هيله کوم چې اينده هغه کارونه چې مخکې يې کړي، هغه تکرار نه شي، غير له دې نه چې د چار ورور يا پلار چا مړ کړی وي، هغه ټول دوی ته معاف دي، او موږ انشا الله تعالی دوی ته په مناسب وخت کې د کار تدابير هم نيسو.))

ملک نذير زياتوي چې د تيرو څه کم دوو کلونو راهيسې د پورته ذکر شوي رقم په شمول د ننګرهار د سولې ولايتي کميټې سره څه يو د پاسه دوه سوه تنه د دولت وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځای شوي چې ځينې يې په حرفوي کارونو ګمارل شوي.

ياده دې وي چې دغو تسليم شويو کسانو ته به د شپږو مياشتو پورې هر يو تن د مياشتې اته زره افغانۍ تنخوا ورکول کيږي.
XS
SM
MD
LG