د لاسرسي ځای

تازه خبر

اخترمېنګل، له بلوچستان سره د وفادارۍ لوړه وکړه


د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل تر انتخاباتو درې مياشتې وروسته پرون د چارشنبې په ورځ د ايالتي اسمبلۍ د غړيتوب لوړه کړې.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل تر انتخاباتو درې مياشتې وروسته پرون د چارشنبې په ورځ د ايالتي اسمبلۍ د غړيتوب لوړه کړې.


نوموړي ويلي، چې د اسمبلۍ غړي بايد د پاکستان په شمول د بلوچستان د وفادارۍ لوړه هم وکړي. بل لور ته د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يوه مشر ويلي، چې که پاکستان په نورو هېوادونو کې لاسوهنه بنده نه کړي، په پاکستان کې به هم حالات ښه نه شي.

د سپين ږيري بلوڅ ملتپال سياستوال سردار عطاوالله مېنګل زوى د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل د مې پر يوولسمه نېټه د پاکستان په عمومي انتخاباتو کې د درغلۍ شکايت کاوه چې وايي، د ګوند کانديدان يې په لوى لاس ناکامه کړاى شول.

په انتخاباتو کې يواځې سردار اختر مېنګل او د ګوند يو بل غړى يې ايالتي اسمبلۍ ته کاميابه شوي وو، خو د ايالتي اسمبلۍ د غړيتوب په اړه يې پرېکړه نه وه کړې، پرون يې تر درې مياشتني ځنډ وروسته د اسمبلۍ په غونډه کې د خپل غړيتوب لوړه وکړه:

سردار اختر مېنګل چې ګوند يې تر اوږده ځنډ وروسته بيا پارلماني سياست ته مخه کړه، د اسمبلۍ غونډې ته په خپله لومړنۍ وينا کې يې وويل چې په دې هيله يې د اسمبلۍ د غړيتوب لوړه وکړه، چې وايي، د هغو خلکو ارمانونه او غوښتنې به پوره کوي، چې دوى ته يې رايه ورکړې ده:

«آيا موږ د اسمبلۍ ټولو غړيو زما په شمول چي په دې خاوره کې پيدا شوي يو، پکې مرو به او پکې ښخېږو به، آيا موږ کله د دې خاورې د وفادارۍ لوړه کړې ده، نو ځکه موږ چې د دې خاورې د وفادارۍ لوړه کوو، نو پر موږ د غدارۍ تور ولګېږي، نو چې موږ د دې خاورې وفادار ونه اوسو، د پاکستان وفاداري به څنګه وکړو، لومړى به موږ له دې خاوروې سره وفا کوو»
اختر مېنګل وويل، بلوچستان جنت وو، خو اوس په دوزخ بدل شوى دى او د هيچا ژوند پکې خوندي نه دى.

ده وويل بلوچستان د هغو مشرانو د قربانيو له امله بلوچستان دى، چي د غدارۍ په تور و وژل شول، وايي، موږ به د هغوى ارمانونو ته په پام سره له بلوچستان سره د وفادارۍ لوړه کوو:

«موږ به د هغو شهيدانو پر لاره ځو، چې د خپل ژوند قربانۍ يې ورکړې او د دوى په سبب نن بلوچستان بلوچستان دى، نن بلوچستان سره له دې چې په ځنځيرونو کې ښکېل دى، د ميندو او خويندو له سرونو يې پړوني اخيستل کېږي، عزتونه يې لوټېږي، خو نن هم که د نړۍ په نقشه کې د بلوچستان نوم شته نو دا د هماغو شهيدانو د قربانيو نتيجه ده. زه د نواب اکبرخان بګټي شهادت، د حبيب جالب شهادت، د نواب نوروز خان او د هغه د ملګرو شهادتونه نه شم هېرولاى او داسې د بېشمېره نامالومو سرتېرو چي د بلوچستان لپاره يې سرونه ورکړل، موږ به د هغوى د وينو پر څاڅکو لوړه کوو، بيا موږ د دې خاورې وفادار کېداى شو»

په ايالتي حکومت کې شاملو واکمنو ګوندونو او اپوزيسون ګوندونو د سردار اختر مېنګل او د هغه د ګوند د يوه بل غړي هرکلى وکړ.

د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر عبدالمالک بلوڅ پخپله وينا کې وويل چې د بلوچستان ټولې ستونزې به په ګډه له سوله ييزې لارې د مذاکراتو په وسيله هواروو:

«زه چې څومره تجربه لرم د بلوچستان ځانګړيو حالاتو ته په پام سره به موږ د زور او ځواک د ستراتيژۍ پر ځاى له مرکزي حکومت، پوځ استخباراتو سره تر سلا مشورو وروسته د خبرو اترو ستراتيژي خپلوو»

د اسمبلۍ په غونډه کې وويل شول چې د بلوچستان د امنيتي حالاتو د خرابوالي کورني او بهرني دواړه عوامل بايد په پام کې ونيول شي او نورې داسې ستراتيژۍ جوړې نه شي چې دا ايالت نور هم د بربادۍ پر لوړ لاړ شي.”

په ايالتي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يوه مشر ډاکټر حامد اڅکزي وويل پاکستان نور بايد په څنګلوريو هېوادونو کې د لاسوهنې خوبونه پرېږدي:

«که موږ خپل د قبلې لورى سم نه کړو، چې موږ به له افغانستانه خپل پينځم ايالت جوړوو يا به لاسوهنه پکې کوو، که له دې کاره توبه ګار نه شو، نو په پاکستان کې به هم همدا بده ورځ وي»


د يادونې وړ ده چي د بلوچستان په ايتلافي حکومت کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل ګوند او مسلم ليګ نواز ګوند شامل دي او احتمال شته چي بلوچستان نېشنل ګوند هم په ايالتي حکومت کې شامل کړي، خو تر درې مياشتو وروسته لا هم د ايالتي حکومت کابينه نه ده جوړه شوې، چي له امله يې د ايالت په اکثرو چارو کې ځنډ او خنډ رامنځته شوى دى.
XS
SM
MD
LG