د لاسرسي ځای

تازه خبر

د استاد نذیر ګل هنر او کار


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د سندرو امېل د دې اوونۍ په خپرونه کې د نوميالي هارمونيم غږوونکي او کمپوزر استاد نذير ګل د هنري سفر او پښتو موسيقۍ ته د کړيو خدمتونو په اړه مالومات درکوو.


د پاکستان حکومت نوموړي ته د اګست په میاشت کې صدارتي مېډال هم ورکړ.

نذیر ګل وايي، د پښتونخوا د کلتوري ودې له پاره یې ډېر کار کړی دی. دی وايي، دا انعام د ده نه بلکې د ده شاګردانو له پاره هم دی.

استاد وايي، په ۱۹۸۰ز کال کې یې د پاکستان په دولتي راډیو کې هارمونیم غږول پیل کړل.

دی وايي: (([موږ] استادان خو نه یو خو دا خلک را ته استاد، استاد وايي.))

استاد نذیر ګل وايي، سرفراز، رییس باچا، ګل پاڼه، غزاله جاوېد او خالد ملک ټول د ده شاګردان دي.

سرفراز وايي، نذیر ګل استاد ورته ډېر په مینه موسیقي ښودلې ده.

دی وايي، د موسیقۍ د فن شاګردان د خپلو استادانو او د هغوی د بچیو ټول عمره خدمتګاره وي.

په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم در خپروو.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG