د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې پخوانی ناظم مقبول لهړی ونیول شو


د ځواکونو سرچينې وايي، له مقبول لهړي سره يې شاوخوا دوولس نور کسان هم نیولي خو د هغوی د پېژندګلو په اړه يې لا هم تردې دمه څه نه دي ویل شوي.


په کوټه کې امنيتي ځواکونو د دې ښار پخوانی ناظم مقبول لهړی ونیولی. د سېشنبې په شپه د کوټې په نوې اډه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو تر يو لک کیلوګرامه زیات باردو نیولي ول، له هغه وروسته یې د چارشنبې په شپه مقبول لهړی په همدې تور ونیولی چې چوونکي توکي د هغه ول.


ملیشه ځواکونو مقبول لهړی له نیول کېدو وروسته پولیس ته سپارلی دی.

د ځواکونو سرچينې وايي، له مقبول لهړي سره يې شاوخوا دوولس نور کسان هم نیولي خو د هغوی د پېژندګلو په اړه يې لا هم تردې دمه څه نه دي ویل شوي.

خو زیاتوي له مقبول لهړي سره سره له ټولو نیول شويو کسانو څخه د ملیشه ځواکونو او پولیسو لوړپوړي چارواکې پلټنې کوي.

د سرچينو په خبره مقبول لهړي چارواکو ته په پلټنو کې ویلي ؛د نوې اډې همدا ګودام د ده دی، خو له څو کلونو راهیسې يې بل چاته په کرایه ورکړی وو، او له چاودېدونکو توکيو سره د ده نه هم دده کار شته او نه يې مالومات درلودل؛.

تردې وړاندې د سېشنبې په شپه امنيتي ځواکونو د کوټې په نوې اډه کې له يوه ګودامه يو لک څلور زره څلور سوه اتیا کیلوګرامه باردو او اته تنه نیولي ول.

میرمقبول لهړی دا وخت د پاکستان پيپلز ګوند په صوبايي مشرانو کې دی، چې په تېرو ټول ټاکنو کې له کوټې څخه د قامي اسمبلۍ د څوکۍ اين اې ۲۵۹ لپاره د پيپلز ګوند کانديد وو.

تردې وړاندې نوموړی د پخواني واکمن جنرال پرويزمشرف په واکمنۍ کې د کوټې ښار لوی ناظم هم پاتې شوی.
XS
SM
MD
LG