د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېنظیر بوټو قتل کېس جنرال مشرف تورن


جنرال پروېز مشرف
جنرال پروېز مشرف

اوس صرف دا وشو چې په ملزمانو فرد جرم عايد شو او د فوجداري دوه سوه پنځه شپيته( ٢٦٥) کاروايي پوره شوه او اوس به معامله پر مخ ځي

په راولپنډۍ کې د تره ګرې د مخنيوي عدالت پخواني صدر جنرل ريټائرډ پرويز مشرف باندې بې نظير قتل کيس کې فرد جرم عايد کړيدې. خو جنرل ريټايرډ پرويز مشرف له جرمه انکار کړی دی او ويلې یې دي چې د هغه خلاف دا مقدمه په سياسي توګه جوړه شويده، هغه بې ګناه دی او خپله بې ګناهي به ثابتوي.


د دې مقدمې اوريدنه جسټس چودهري حبيب الرحمان وکړه.

په دې مقدمه کې له جنرل ريټايرډ پرويزمشرف سره اووه نورو کسانو باندې هم فرد جرم عايد شوی دی چې په کې د پنډې پوليسو پخوانې مشر سعود عزيز، سپريټنډنټ پوليس خرم شهزاد ، رفاقت حسين ، حسنين ګل ، شير زمان او عبدالرشيد شامل دې.

جنرل ريټايرډ پرويز مشرف وکيل الياس صديقي مشال راډيو ته وويل چې په ٢٧ اګست اورېدنې نه پس به ګورو چې دوی ته به څه کول وي.

" نن سهار اوريدنه کې پخواني صدر باندې فرد جرم ولګول شو، عدالت پدې سلسله کې په ٢٧ اګست د پراسيکيوشن ثبوت غوښتی دی، د هغې نه پس به ګورو چې څه کول دي او څه نه؟ او ګورو به چې څه پوزيشن به وي"

د کيس اوريدنه ٢٧ اګست پورې ځنډول شويده.

دا فرد جرم په اتو پاڼو مشتمل وو.

عدالت پرويز مشرف ته د سيکيورټي په وجه په دې مقدمه کې د حاضريدو مستقل استثنا هم ورکړېده.

د دې کيس په حقله د قانوني چارو پوه قاضي انور وايې.

"ملزمان پوره شول او فرد جرم خو دا وي چې په تا باندې دا دا الزامات دي ، که ته دا الزامات منې نو بيا خو خبره ختمه شي او که نه يې منې نو بيا وکيل ته ويل کيږي چې شهادت وړاندې کړه. نو د نن اوريدنې نه دا اندازه ولګوی چې بې نظير بوټو د ملک وزيراعظم وه او دسمبر ٢٠٠٧ کې قتل شويده او نن ٢٠١٣ کال دی، اوس صرف دومره وشو چې په ملزمانو فرد جرم عايد شو نو نن هغه کاروايي پوره شوه. فوجداري کې چې کوم دوه سوه پنځه شپيته( ٢٦٥) کاروايي ده هغه نن پوره شوه او اوس به دا کاروايي شورع کيږي"

د ذکر ده چې په دې مقدمه کې جنرل ريټايرډ پرويز مشرف په ضمانت وو او له ده سره د پنډۍ پوليسو پخوانې مشر سعود عزيز او ايس ايس پي خرم شهزاد هم په ضمانت دي او د دې مقدمې نور ملزمان د تيرو شپږو کالو راهيسي په اډياله جيل کې دي.
XS
SM
MD
LG