د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشیر بلور ژوند او هلې ځلې - دویمه برخه


د اتلان خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د مشال راډيو د دې اونۍ په اتلان خپرونه کې د پښتنو د حقونو له پاره مبارزه کوونکي او ملت پاله سياست وال، بشير بلور په اړه د خپرونې د لړۍ دویمه برخه اورئ.


د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر افراسیاب خټک وايي، هغه وخت چې د عوامي نیشنل ګوند ټول مشران بندیان شوي ول او بېګم نسیم ولي خان د ګوند مشره شوه، نو بشیر احمد بلور ډېرې هلې ځلې وکړې او ګوند یې فعال ساتلو کې ډېر کار وکړ.

د بشیر بلور زوی عثمان بلور وايي، د دوی کورنۍ په ډېرو سختو حالاتو کې سیاست ته راغلله.

دی وايي، د دوی مشران د ولي خان او باچا خان له سیاسته ډېر متاثره شوي ول او بل دا چې عوامي نیشنل ګوند (پخوانی نوم یې نیشنل عوامي پارټي وو) تل د خپلې خاورې او خپل اختیار خبره کړې وه او دا خبره د دوی د کورنۍ مشرانو ډېره خوښه وه.

د عوامي نیشنل ګوند یو پخوانی غړی هاشم بابر وايي، بشیر بلور په عوامي نیشنل ګوند کې د یوه ښاري شوي یا ښاري (Urbanized) غړي حیثیت لري.

دی وايي، په بلور کې یوه خبره دا وه چې خپله حلقه یې تل خوشاله ساتلې وه.

بابر وايي، د طالبانو پر ضد د بلور مبارزې ته چې د وکتل نو ورته زبات شوه چې دا کار یوازې یو سیاستوال نه شي کولای بلکې هغه کس یې کوي چې یو مرام، یو مقصد، یوه موخه ولري.

د بشیر بلور د ژوند په اړه نور مالومات په خپرونه کې واورئ.

اتلان خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG