د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په کرېکټ کې نمیبیا ته لویه ماتې ورکړه



د لویو وچو جام سیالیو په ترڅ کې د نمیبیا پر وړاندې د ټاکل شویو سیالیو (یوه څلور ورځینۍ او دوه یو ورځینۍ) بهیر د افغانستان په بریا پیل شو.


د افغانستان او نمیبیا ترمنځ څلور ورځینۍ سیالي چې د روان زیږدیز کال اګست په ۴ نیټه پیل شوه، نن مازدیګر د افغانستان په بریا پای ته ورسیده.

د نمیبیا ملي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې (بیټینګ) پریکړه وکړه. دوی د خپل لومړي پړاو (اننګز) په ترڅ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د هیواد ملي لوبډلې په وړاندې ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

د هیواد ملي لوبډلې د خپل پړاو په ترڅ کې وکولای شول ۳۵۴ منډې جوړې او د ۱۶۴ منډو په ډیرښت له سیالې لوبډلې مخکښه شي. د هیواد توپ اچونکو په خپل وار له ځانه ځانګړې وړتیاوې وښودې چې له ډلې یې کپتان نبي عیسی خیل ۶ لوبغاړي وسوځول.

د نمیبیا لوبډلې د دوهم پړاو په ترڅ کې ونه کړای شول د افغانستان په ملي لوبډلې مخکښه شي او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې یوازې ۱۶۸ منډې جوړې او د هیواد ملي لوبډلې ته یې د ۵ منډو هدف ورکړ.

افغان توپ اچونکو بیا هم د خپل افغاني جوهر په مرسته د سیالې لوبډلې ګامونه ولړزول او له ډلې یې عزت الله دولت زي په یوه اوور کې پرله پسې درې لوبغاړي له مخې لیرې کړل.

د هیواد ملي لوبډلې په ډیرې آسانۍ سره د نمیبیا پر وړاندې د لوبو لړۍ لومړۍ سیالي وګټله او د لوبې په هره برخه کې یې له ځانه ځانګړې وړتیاوې وښودلې.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي لوبډلې دغې بریا په هکله داسې وایي:

"زموږ ملي لوبډلې د نمیبیا پر وړاندې له ځانه د پام وړ جوهر ښکارندویي وکړه او که خدای کول راتلونکې یو ورځینیو سیالیو په ترڅ کې د لوبډلې بریاوې به د اختر رنګونه سیوا کړي. راځئ چې د ملي لوبډلې او ملي بهیر پیاوړتیا لپاره لاسونه سره ورکړو او د یوه افغانستان لپاره کار وکړو".
XS
SM
MD
LG