د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر مشرف د غدارۍ مقدمه به څه سیاسي پایلې ولري؟




پراګ: د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي، چې پر پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف به د آیین ماتولو له کبله د غدارۍ مقدمه چلول کېږي. هغه دا هم ویلي چې پر پرویز مشرف به په ۲۰۰۷م کال کې په ملک کې د بېړني لګولو مقدمه هم چلوي. اوس پوښتنه دا ده چې که چېري پر پخواني جنرال پرویز مشرف دا مقدمه وچلول شي نو به یې د پاکستان پر سیاسي او امنیتي حالت او په خپله د پرویز مشرف پر راتلونکي څه اغېز وي؟


پاکستاني وزیراعظم نواز شریف په ډاګه کړې ده چې حکومت یې پر پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف د غدارۍ د مقدمې چلولو ته ژمن دی.

نواز شریف دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ هغه مهال وکړې چې پر پرویز مشرف یې د کېس چلولو په لړ کې د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي په اعتماد کې اخیستل.

نواز شریف په دې لړ کې قومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل .

( ما نن غوښت چې په سپریم کورټ کې د دې کېس تر وړاندې کېدو له مخه خپله دا د قدر وړ اداره په اعتماد کې واخلم. او په دې کې چې به په راتلونکي کې هر څه کېږي هغه به ستاسو په سلا او مشوره پر مخ وړو ).

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو کارپوه ریټایرډ جنرال طلعت مسعود وايي ، پر پرویز مشرف به دا مقدمه ځکه وچلول شي چې اوسنی وزیراعظم او د سپریم کورټ مشر قاضي دواړه د پرویز مشرف په متاثرینو کې دي.

( د دې دوې وجې دي. یو خو وزیراعظم صاحب په خپله د پرویز مشرف له لاسه اغېزمن شوی وو او بل یې تر انتخاباتو وړاندې په خپل منشور کې ویلي وو چې پر پرویز مشرف به مقدمه چلوي نو اوس ځکه نه شي کولای چې له خپلې هغې ژمنې څخه مخ واړوي. او له دې سره سره چیف جسټس په خپله یو ډول نېغ په نېغه اغېزمن وو او ججان هم د پرویز مشرف له لاسه اغېزمن شوي وو)

د پرویز مشرف وکیل احمد رضا قصوري د دوشنبې په ورځ له عدالته بهر له رسنیو سره په خبرو کې وویل ، پر پرویز مشرف د آیین شپږمه ماده ځکه نه شي پلي کېدای چې هغه هر څه د ریاست د ښېګړې لپاره کړي وو.

(هغه چې څه هم وکړل د ریاست د ښېګړې لپاره یې وکړل. که نه دوی وايي چې دی زمه وار دی نو بیا خو شاوخوا پنځه سوه کسان په دې زمره کې راځي. په هغوی کې د پارلمان هغه غړي چې په آیین کې یې د اوولسم بدلون په منظورولو سره د پرویز مشرف د ۱۹۹۹م کال د اکتوبر د دولسمې اقداماتو ته قانوني بڼه ورکړه ، هغه ټول زمه وار دي ).

د سیاسي چارو له کارپوه طلعت مسعود څخه مي وپوښتل چې که چېري پر پرویز مشرف د غدارۍ دا مقدمه وچلول شي نو به یې د ملک پر امنیتي او سیاسي حالت څه اثر وي او که نه؟

نو هغه وویل.

( کېدای شي چې د دې اثر پر پوځي اداره پرېوزي. هغه ځکه چې دا وخت پوځ د اورپکیتوب پر ضد یو لوی رول لري. نو چېري داسې نه وي چې د هغوی پر کارکردګي څه اغېز پرېوزي. نو ځکه به محتاط اوسېدل په کار دي. او دا به باوري کول وي چې دا مقدمه د یوې ادارې پر ضد نه بلکې یوازې د هغو خلکو پر ضد ده چې د آیین او قانون خلاف ورزي یې کړې ده )

که چېري پر پخواني ولسمشر پرویز مشرف د عدالت له لارې د آیین ماتولو دا تور ثابت شي نو به یې سزا څه وي؟

قانون پوه شاه خاور په دې اړه وايي .

( په آیین کې چې کومه شپږمه ماده ده ، تر هغه لاندې هغه کس ته چې یا یې آیین مات کړی وي او یا یې د آیین د ماتولو هڅه کړې وي. که چېري پر هغه دا خبره ثابته شوه نو هغه ته پنځویشت کاله بند او یا هم د مرګ سزا ورکول کېدای شي )

خو د شاه خاور په وینا ، که چیري سپریم کورټ پرویز مشرف ته سزا ورکړي هم نو د پاکستان له ولسمشر سره دا واک شته چې هغه د یو ملزم په سزا کې کمي راولي او یا یې له یوه مخه وبخښي.
XS
SM
MD
LG