د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې اصلاحي راډیو جوړه شوې ده



جلال اباد - د افغانستان د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ کې د قلم په نوم يوې خپلواکې راډيو د جون په ۱۴ نيټه په خپرونو پيل وکړو. دغه راډيو چې د قلم ښوونيز مرکز له خوا جوړه شوې، د څلورو ساعتونو په دوران کې به ديني، تعليمي او فرهنګي خپرونې کوي.

د سيمې قومي مشران او ديني عالمان خوشحاله وو چې د ټولنې د اصلاح لپاره به قلم راډيو يوه کارنده وسيله ثابته شي.


د افغانستان په اکثرو ولايتونو کې سيمه ييزې راډيو ګانې په بهرنيو مرستو تکيه دي او له ځينو يو شمير سيمه ييزو راډيوګانو له چلوونکو سره دا انديښنه پيدا شوې چې د ۲۰۱۴ کال وروسته چې بهرنيان له افغانستان څخه ووځي، نو راډيوګانې به يې له بنديدو سره مخ شي.

خو يو کم شمير راډيو ګانې داسې هم شته چې د سوداګريزو اعلانونو له لارې خودکفا شوي هم دي. اوس چې قلم ښوونيز مرکز د قلم په نوم راډيو پرانيسته مسوولين يې وايي چې په ولسي ملاتړ تکيه لري او هڅه به وکړي چې بنديدو ته يې پرينږدي.

د قلم راډيو مسوول سحرګل اميرزی وايي چې د سيمې يو تن مخور د نهه مياشتو ټول لګښت منلی چې په دې دوران کې به دوی هڅه وکړي چې د سوداګريزو اعلانونو پر مټ يې خودکفا کړي.

(( په دغه څلور ساعته خپرونو کې ۱۹ خپرونې موږ ځای په ځای کړي چې ښوونيزې، ديني، تربياوي او ټولنيزې بڼې لري. په هر ساعت کې خبرونه لرو. دغه راډيو يوه خپلواکه شخصي راډيو ده، د نهه مياشتو لپاره يې حاجی احسان الله کاموال د سپسنر ذمه اخيستې ده. او له دې وروسته موږ نظر کې لرو چې داسې يو ټيم ولرو چې هغه مارکيټينګ وکړي او د راډيو لپاره اعلانونه راپيدا کړي تر څو په خپلو پښو ودريږي.))

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم د راډيو د پرانستې پر مهال تمه څرګنده کړه چې قلم راډيو به د اوريدونکو د پوهې کچه لوړه کړي.

((لکه څنګه چې يې له نامه څخه مالوميږي، دا د قلم راډيو ده او له قلم څخه هغه څه څڅيږي چې هغه د ملت د هيلو او ارمانونو ترجماني کوي. زموږ هيلې او اميدونو دا دي چې د قلم راډيو به د ولسونو د اوريدونکو د پوهې کچې به لوړاوي کې خپل مسووليت او رسالت تر سره کړي. او خدای دې وکړي چې دغه راډيو د خپلو ولسونو د د هيلو او غوښتنو مطابق خپل پروګرامونه عيار کړي.))

د افغانستان د سولې د عالي کميسيون مرستيال عطا الله لودين چې د سيمې سره تعلق لري او د راډيو د پرانستې په غونډه کې يې ګډون کړی و، د فرهنګيانو يې تمه څرګنده کړه چې له قلم راډيو څخه خپلې مرستې ونه سپموي.

(( موږ اميدوار يو چې د ټولو فرهنګيانو په همکارۍ سره د دې راډيو د غنامندۍ لپاره نورې هلې ځلې وکړي، څنګه چې په کار ده چې دغه راډيو د سيمه ييزې راډيو په حيث باندې دا دومره رشد وکړي چې بلاخره دا يوه مرکزي راډيو شي او خپل پيغامونه ټول افغانستان او د منطقې هيوادونو ته ورسوي.))

د يادولو ده چې په ننګرهار کې تر دې وړاندې هم ديارلس سيمه ييزې راډيوګانې فعالې وې چې دولس يې د جلال اباد په ښار کې، يوه يې د روداتو ولسوالۍ او اوس د قلم په نوم دا نوې راډيو د کامۍ ولسوالۍ کې په خپرونو پيل وکړ.

د سيمې خلک خوشحاله وو چې دراډيو د خپرونو له برکته به په ټولنه کې اصلاح رامنځته ش او د اوريدونکو د پوهې کچه به لوړه شي.
XS
SM
MD
LG