د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (مې ۱۴)




ټايمز مجله ليکي په پاکستان کې د انتخاباتو نتيجې يو انقلاب نه، بلکه سياسي اسټيبلشمنټ له يو ځاي بل ځاي ته تلل څرګندوي. د مجلې په خبره د دې سره د ښه او د بد دواړو امکان موجود دې چې د بريتانېې لپاره هم سختې نتيجې لرلې شي.


د مجلې په خبره په اسلام آباد کې نوي قامي حکومت کې به پاکستان مسلم ليګ ن ډله په اکثريت کې وي چې مشري به يي نواز شريف کوي او نور واړه ګوندونه به ورسره په اېتلاف کې وي.

ټاېمز ليکي په ملک کې تر ټولو لوي چيلنج به د اقتصادي بحران او د ټيکسونو نه ورکول وي. بلخوا په هېواد کې د اسلامي ترهه ګري ګواښ هم موجود دې چې په تېرو لسو کلونو کې په پاکستان کې د 30000 نه زيات کسان پکې وژل شوي دي. خو د دې باوجود په ملک کې د وسله والو خلاف د سختې کاروايۍ مخالفت کيږي چې د نواز شريف او د عمران خان لخوا په اليکشن کې د شويو وعدو نه ښکاره کيږي. د مجلې په خبره هم د دې په بدل کې طالبانو په دغو ګوندونو بريدونه و نه کړ.

مجله ليکي په پاکستان کې زياتره د وسله والو سره د سولې د خبرو ملاتړ کيږي چې وجه ېې د امريکا د ترهه ګري ضد جنګ سره د هيواد د وګړو مخالفت او دا سوچ دې چې په پاکستان کې ترهه ګري په افغانستان کې د امريکا د يرغل نتيجه ده. مجله ليکي که څه هم په دغه سوچ کې پاکستانيان يوه نکته لري. خو له دې سره يو خطرناک سوچ مخې ته راځي چې د وسله والو ګواښ تر يو حده د واشنګټن ايجاد دې. او دا چې پاکستاني طالبان په ښه طالبانو کې تقسيميداي شي چې يواځې په افغانستان کې په جايزه جګړه کې مرسته وکړي، او بلخوا په خرابو طالبانو کې چې د هند او امريکا په مرسته په پاکستان بريدونه کوي. چې د مجلې په خبره لپاره يي شواهد نه دي موجود.

بلخوا ګارډين ورځپاڼه ليکي کله چې په افغانستان کې په تېره لسيزه کې د بهرني مداخلت تاريخ ليکل کيږي نو ډېر کم به داسې وي چې د تنقيد نه بچ پاتې شي. د ورځپاڼې په خبره اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې افغانستان د جګړي د څلورمې لسيزي نه د بچ کولو آخري موقع ده. د ورځپاڼې په خبره زياتې هڅې د هيواد د مرستې کولو په لړ کې کيږي او يا بيا دغه کوشش کيږي چې هيواد په خبرونو کې را نه شي.


ګارډين ليکي که څه هم د واک د تبديلۍ د پاليسي خبره کيږي خو د سپارلو لپاره ډېر څه نيشته. او زياتوي د افغانستان حکومت د خپلو خلکو د خدمت کولو پر ځاې دوي ته تاوان رسوي. د ورځپاڼې په خبره افغان پوځ هاغه شان نه دې لکه څنګه چې يې نېټو دعوي کوي. چې په يو کمزور رياست کې د يو قوي پوځ د مثال په شان دې. دغه هيواد ته بهرنې امداد تقريباً د کورني مصنوعاتو مجموعي پيدوار برابر ورکړل کيږي خو ډېر لږ څه پکې ولس ته رسيدلې دي.
XS
SM
MD
LG